نړۍ

هندوستان نړۍ ته د وریژو تازه بیه ټاکلې

د هند حکومت د باسمتي وریژو د صادراتو لپاره د في ټن بیه اعلام کړه او له بیې ټیټ صادرات یې بند کړي دي. هند په نړۍ کې د وریژو یو له تر ټولو ستر صادروونکی هیواد دی او له څو مودې راهیسې د وریژو پر صادراتو تر بندیز وروسته اوس د هر ټن وریژو لږترلږه صادراتي نرخ ۱۲۰۰ امریکايي ډالر ټاکلی دی.د هندوستان حکومت هڅه کوي څو د راتلونکو ټاکنو څخه وړاندې په ټول هیواد کې د وریژو بیې کنترول کړي.د چارواکو په خبره د وریژو لپاره د بیې ټاکل به مرسته وکړي څو تر دې وروسته غیر باسمتي وریژي د باسمتي وریژو په نامه صادرې نه شي.هند او پاکستان په خاصه توګه پریمیم، خوشبوی باسمتی وریژی کري. هند په کلني ډول شاوخوا ۴ میلیونه مټریک ټنه بسمتی وریژې د ایران، عراق، یمن، سعودی عربستان، متحده عربي اماراتو او متحده ایالاتو په څیر هیوادونو ته صادروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *