
افغانستاناقتصاد او رغونه
هندي رسنۍ: افغانستان کې د هند نيمګړې پروژې بيا پيليږي
شریعت: هندي رسنیو خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د هند د نیمګړو پروژو د بیا پیلولو په اړه خبرې او هڅې روانې دي. هندي رسنیو ویلي،
شریعت: هندي رسنیو خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د هند د نیمګړو پروژو د بیا پیلولو په اړه خبرې او هڅې روانې دي.
هندي رسنیو ویلي، چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د هند د۵۰۰ پروژو کارونه د بېلابېلو دلایلو له مخې درول شوي دي. د دغو راپورونو پر بنسټ، تمه ده چې هند به د دې پروژو د کار د بیا پیلولو لپاره یو پلان جوړ کړي. د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې په دې برخه کې بېلابېل وړاندیزونه کېږي.
په همدې حال کې د اقتصاد وزارت وايي، چې په هېواد کې د نیمګړو پروژو د کار پیل به خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او د کورنیو عاید به ور سره زیات شي. تر دې مخکې د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت ویلي و، چې نوی ډهلی لېواله دی، چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې خپلې ۱۲ نیمګړې پروژې بیا پیل کړي.