افغانستان

هوايـي ځــواکونو په جوزجان کې ۱۴ تنه له واورو وژغورل

شریعت: د جوزجان په فيض آباد ولسوالۍ کې ١٤ تنه مسافر چې د سختې واورې او توپان له امله بند پاتې

شریعت: د جوزجان په فيض آباد ولسوالۍ کې ١٤ تنه مسافر چې د سختې واورې او توپان له امله بند پاتې وو، تیره ورځ د مزارشريف د هوايي لوا د عامه ساتنې د ځواکونو له لوري وژغورل شول.
د مزارشريف د هوايي لوا د عامه ساتنې آمريت چارواکي وايي، چې تیره ورځ د سختې واورې او توپان له امله د يوې ښځې او يو ماشوم په ګډون١٤ تنه مسافر د جوزجان د فيض آباد ولسوالۍ په ګاوخور کلي کې بند پاتې شوي وو، چې د دغې لوا د هوايي ځواکونو له لوري په الوتکه کې امن سیمې ته ولېږدول شول.
د هغوی په خبره، تېر کې له الوتکو څخه د هېوادوالو د ځپلو لپاره کار اخیستل کېده، خو د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال په هر ډول شرایطو کې د افغانستان د خلکو د خدمت او آسانتیاوو لپاره کار کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *