مقالی اوتبصرې

هېوادوال دې د ګيلو پر ځای، له حوصلې کار واخلي

منلې خبرده چې ټولنیز د ژوند له لوړو او ژورو سره مل وي ځکه بدلونونه رامنځته کېږي او وګړي د هوساینې له پاره مختلفې لارې لټوي له دې امله هرومرو د میشتو وګړو ترمنځ ګیلې ناندرۍ او وړاندوینې رامنځ ته کېږي ځکه د ټولو خلکو ستونزې اوغوښتنې په یوه وخت نه شي هوارېدلی.
خو ځینې خلک بیا د واکمنانو ستونزو ته پاملرنه نه کوي او خپلې وړاندوینې او نیوکې رابرسیره کوي وايي چې د اسلامي امارت په راتګ سره په پوره پیمانه امنیت تامین شوی،خو اقتصادي ستونزې نه دې هوارې شوي تمه ده چې اسلامي امارت د اقتصادي ستونزو په رغاونه کې ګړندې ګامونه پورته کړي ترڅو په ټوله کې اقتصادي نیمګړتیاوې ورغاول شي.
خوځينې بیا په دې باور دي چې اسلامي امارت اوس هم کوټلی ګامونه پورته کړي ځکه د اشغالګرو له خوا راپاتې شوي ستونزې چې اسلامي امارت يې مدیریت نه کړي او د هرې ورځې په تېرېدو سره به په اقتصادي ستونزو کې زیاتوالی راشي او د خلکو اوحکومت ترمنځ به فاصله زیاته شي،خو د لوی او مهربان خداي (ج) په مرسته اسلامي امارت مسوولینو په خپلوکاري لومړیتوبونوکې اقتصادي پیاوړتیا له پاره مناسب ګامونه پورته کړي دي.
نیوکه کوونکو ته به جوته وي چې لاس وهونکو اشغالګرو هېوادو په ډېرې سپین سترګۍ د ډالرو په قاچاق او لوړوالي کې څومره بې شرمانه هلې ځلې وکړي تمه يې درلوده چې اقتصادي بحران به رامنځ ته شي او اسلامي امارت به يې له مدیریته عاجز پاتې شي خو اسلامي امارت په ډېره ځیرکتیا سره د دغه شوم پلان مخنیوی وکړ او د هغوی شومې هڅې يې په سیند لاهوکړي.
اوس باید نیوکه کوونکې او ګیله من هېوادوال د ډالرو نرخ له تېر سره پرتله کړي چې اسلامي امارت په څومره لږ وخت کې یوه مافیايي دسیسه خنثی کړه.
خوځينې هېوادوال داسلامي امارت د مناسب اوعملي ګامونه د پورته کېدو له ا مله خوښ ښکاري زیاتوي چې د ډالرو د کنترول هڅې د قدر وړ دي،خو ګیله مند په دې يو چې د لومړنیو خوراکي توکو بیې لا تراوسه په سمه توګه نه دې کنترول شوي که ډالر لوړ شي نو سوداګر په دې بهانه چې ډالر لوړ شو بیا نو خوراکي توکي په لوړه بیه خرڅوي خوکه ډالر کښته شي بیا هم د خوراکي توکو په بیه کې کمښت نه ليدل کېږي ښه به وي چې د اسلامي امارت مسؤلین په دې برخه کې هم عملي ګامونه پورته کړي. دغه ګیله کوونکی ګیله کوي چې د ژمي په رارسېدو سره اسلامي امارت د سون په موادو کنترول له یاده ایستلي نو ځکه لرګي پلورونکي په خپل سر او په خپله خوښه هرڅه چې يې زړه وغواړي په هماغه بیه خرڅوي . هیله ده چې په دې هکله جدي اوعملي ګامونه واخیستل شي.
ډېرې هېوادوال اوسنی اقتصادي ستونزې مني خو په ټوله کې هېوادوال زغم اوحوصله مندي ته رابولي او وړاندویز کوي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره راپاتې شوي ستونزې د هوارېدو په حال کې دي هېوادوال د هېواد مات ګوډ اقتصاد ته په کتو سره د اسلامي امارت ستراتیژيکې هڅې له پامه نه غورځوي، که خدای کول انشاالله ډېر ژر به د خوراکي توکو په نرخونو کې کمي اوهېواد به مو په ځان بسیا شي ځکه د هېواد په مختلفو سیمو کې داسې بنیادي کارونه روان دي چې له یوې خوا به هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوابه په خوراکي توکو کې زیاتوالی راشي.
ګیله کوونکي هېوادوال دې له حوصلې کارواخلي که خدای کول هرڅه به سم شي ټول کارونه د یوه مملکت په سطح په دومره کمه مواده کې نه بشپړېږي. هیله ده هېوادوال دا درک کړي چې د هېواد ،دښمنان اوس هم په قرار نه دې ناست نه پرېږدي چې زموږ هېواد د آبادۍ په لور ګړندي ګامونه واخلي او اسلامي امارت په ټولو ستونزو ژر ترژره بری ترلاسه کړی.

متین

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *