افغانستان

هېواد کې د بنسټیزو پروژو عملي چارې پیلېږي

سرپرست حکومت وايي، چې په نوي زیږدیز کال کې د هېواد د اقتصادي ودې په موخه ډیری زېربنايي پروژې تر لاس لاندې دي، چې ځينې نیمګړې پروژې به یې بشپړې شي او پر ځینو نورو به عملي کار پيل شي. د سرپرست حکومت ویاند وايي، چې د ورېښمو له لارې د واخان د هلېز جوړول چې له چین سره ونښلول شي، د افغان ټرانس پروژې عملي پيل او د کانونو استخراج د سرپرست حکومت له مهمو موخو دي. د اقتصاد وزارت بیا وايي، چې د نویو زېر بنايي پروژو پيل او د نیمګړو پروژو بشپړولو اصلي موخه، خلکو ته د کاري زمینو برابرول او ځان بسیاينه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *