تاریخ او جغرافیه

واخان د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري

 شریعت: په هېواد کې د اسلامي امارت په راتک سره په اقتصادي برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او همدا اوس په ډېرو لویو او کوچنيو اقتصادي پروژو کار روان دی، چې له هغو څخه یې یوه هم د واخان پروژه ده.

د اقتصاد وزارت د مسؤلینو په وینا؛ واخان د افغانستان د ښېرازۍ کيلي بلل کېږي او د غوره موقعيت له امله د سوداګرۍ سربېره د نړۍ ګرځندویانو پاملرنه راجلبولی شي او د ښو عوايدو ترڅنګ کاري زمینې هم برابروي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي: د هېواد د ټرانزیټي ظرفیت او سیمه ییز اتصال څخه په اغېزمنه توگه ګټه اخیستل کولای شي، چې په منځمهاله موده کې د مالي او اقتصادي ځان بسیاینې په لور لاره هواره کړي، واخان لاره له اقتصادي اړخه  د کارموندنې، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره مهمه شمېرل کېږي، چې واخان ترانسپورټي او ترانزیټي لار له یوې خوا  کولی شي له چین سره د سوداګرۍ کچه زیاته کړي او د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې په کچه د اقتصادي همکاریو د پراختیا ترڅنګ د ټرانسپورټ او سوداګریزو توکو د انتقالاتو وخت او لګښت هم کم کړي.

ښاغلی حبیب زیاتوي،چې د واخان ترانزیټي لاره ۲۱ سوه کاله تاریخي قدامت لري او له لسیزو را په دې خوا ترې ګټه نه ده اخیستل شوې، د افغانستان لپاره یوه حیاتي لاره ده او په اقتصادي برخه کې د هېواد په پښو درولو لپاره خورا زیات ارزښت لري.

هغه وایي: دا چې افغانستان په وچه کې پروت دی، د واخان لارې څخه په ګټه اخېستو کولی شو، د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا د هېوادونو د اقتصادي بنسټونو ترمنځ د نښلوونکې نقطې په توګه مهم رول ولوبوي.

د نوموړي په وینا واخان د ورېښمو پخوانۍ او لرغونې لار ده، خو د نړۍ راتلونکې څلور لارې په سترګه ورته  کتل کېږي او د افغانستان او سيمې لپاره د ژوپولټيک او ژو ايکونوميک موقعیت درلودلو سره ورځ تر بلې يې ارزښت لوړېږي، دا چې چین په سیمه کې یو اقتصادي ځواک دی که چېرې د ورېښمو لاره ورغول شي زموږ پر اقتصاد مثبت تأثیر غورځوي.

دی وایي چې چين په دې لټه کې دی ترڅو د وچې له لارې منځنۍ آسيا، اروپا او افريقا سره ځان ونښلوي چې واخان یې له ټولو غوره لاره بلل کېږي، افغانستان کولای شي له دغه ټرانزیټي ظرفیت څخه پوره ګټه پورته کړي او همدارنګه چین د چابهار بندر له لارې عربي هېوادونو او د سويس کانال له لارې اروپا او افريقا ته ځان رسولی شي،  چې په دې توګه واخان تر ټولو نږدې تمامېږي او له بلې خوا بيا له ايران، ترکمنستان او عربي هېوادونو څخه انرژي او خام مواد رالېږدوي چې اوس چين ورته بې حده زياته اړتيا لري.

د یادولو وړ ده چې نوموړې لاره چې له ۶۵ هېوادونو څخه تېرېږي، د نړۍ شاوخوا ۴.۶ ملیارد وګړو ته یې ګټه رسېږي.

سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button