نړۍ

واشنګټن اسراییلو ته شا او اوکراین ته مخه کړې

راپورونه وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پرون سهار وختي د اوکراین پلازمېنې کییف ته رسېدلی دی.

بلنکین ویلي: «نن زه کییف ته راستون شوم ترڅو له اوکراین سره د متحده ایالاتو بې ساری ملاتړ څرګند کړم، ځکه چې اوکراین د روسیې د نظامي تېري پر وړاندې د خپلې ازادۍ دفاع کوي.»
په دې وروستیو کې ښکاري چې د واشنګټن پاملرنه له اسراییلو اوکراین ته اوښتې ده. بلینکن په داسې حال کې کییف ته رسېږي چې روسي پوځیان د اوکراین ووچانسک ښار نیولی او خارکیف کې یې هم درنه جګړه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button