
واشنګټن پر تهران نوي بندیزونه لګولي
د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت، چې دغه وزارت پر ایران د بندیزونو لګولو په لړ کې تازه بل ګام اخیستې، چې له مخې یې دوه تنه چې یو یې په چین او بل یې په ایران کې دی، له بندیزونو سره مخ کړي دي.د دغو دوه تنو نومونه فان یانګ او فرهاد جان قرباني یاد شوي او ویل کیږي د ایران له سوداګریز سیستم سره اړیکه لري.خبرپاڼې زیاته کړې، چې د دغو افرادو ترڅنګ، په امارتو، ترکیې، ایران او چین کې پنځه ایراني شرکتونه هم د واشنګټن د بندیزونو په نوي لېست کې شامل دي.واشنګټن په داسې مهال پر تهران بندیزونو لګولو ته دوام ورکوي، چې تازه تېره اونۍ د دواړو هېوادونو ایران او امریکا ترمنځ د پیسو په بدل کې د زندانیانو تبادله بریالۍ ترسره شوه اودغه راز امریکایي چارواکو په دې وروستیو کې ټینګار کړی وو، چې له ایران سره د مسایلو په حل کې باید د د یپلوماسي لاره غوره شي.