افغانستان

واورو کې بند لسګونه هېوادوال ژغورل شوي

دفاعي او امنیتي ځواکونو د وروستیو ورښتونو له امله د هېواد په ګوټ ګوټ کې په واورو کې بند پاتې لسګونه هېوادوال ژغورلي دي. د ملي دفاع وزارت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د ۲۰۵ البدر قول اردو ځواکونو لسګونه کسان د کندهار په دامان ولسوالۍ په سېلابونو کې له ډوبېدو  ژغورلي او همدارنګه د (ډبلیو اف پي) موسسې مرستندوی ټیمونه، چې د غور د الفاروق ولسوالۍ په لاره بند پاتې وو هم ژغورل شوي دي. سرچینې زیاته کړې، چې د ۲۱۵ العزم قول اردو ځواکونو بیا د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې ۴ کسان له ډوبېدو څخه ژغورلي دي. یاد وزارت پر خپله اېکس پاڼه همدارنګه زیاته کړې، چې د منصوري قول اردو اړوند امنیتي او دفاعي ځواکونو په وروستي مورد کې د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ اړوند د رامک په غرونو کې یو شمېر بند پاتې کوچیان ژغورلي او مالونه يې د نظامي وسایطو په مرسته خپلو سیمو ته انتقال شوي دي. دا په داسې حال کې ده،چې ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه شوې، چې په هر ډول حالاتو کې د هېوادوالو د ځان او مال ساتنه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *