
شعرونه
وايه غزې!
قلم به مات، ژبه به ګونګه کړو، وجدان څنګه کړو
وایه غزې! آخر دا چیغې د ایمان څنګه کړو
که سترګې پټې یا غوږونه له مالوچو ډک کړو
احساس په څه وتړو، دا خوی د انسان څنګه کړو
کافر به ورټو، یهود به په مغزي ووهو
دا بې ښمرې بې پرې مسلمانان څنګه کړو
د غزې کونډه، خپل ویران بورجل ته ناسته وایي
سړي مو نشته، تر کور لاندې ماشومان څنګه کړو
وخت به راځي، یهود به غوږ کې صلیبي ته وایي
پلکونه ستړي شول، غزه څنګه، سندان څنګه کړو
سلګونه کاله د پرتم، بیا دا ستم (سعیده)
اریان دریان یو، دا کیسه چا ته بیان څنګه کړو
قاري عبدالستار سعيد