افغانستان

وردګو کې د پلاستیکي توکو د تولید فابریکې فعالیت پیل وکړ

په میدان وردګو کې د ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت، د پلاستیکي توکو د تولید یوې فابریکې په فعالیت پیل وکړ. د یادې فابریکې مسوولین وايي، چې د دغې فابریکې په فعالېدو سره ۲۰۰ کسانو ته پکې مستقیم او غیر مستقم ډول د کار زمینه برابره شوې ده. دغه فابریکه .د پلاستیکي موادو د سایکل کولو وړتیا لري او ورسره هغه پلاستیکي مواد چې چاپریال یې ککړ کړی د بیا ځل لپاره کاروي. بلخوا د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي په میدان وردګو ولایت کې د پانګوالو لپاره غوره فرصتونه رامنځته شوي، چې له امله یې سږ کال په دغه ولایت کې یو شمېر پانګوالو په بېلابېلو برخو کې تولیدي کارخونې جوړې کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *