نړۍ

وروستیو سېلابونو افغانستان کې اوبیزې سرچینې وېجاړې کړې

  د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په سېلاب‌ځپلو سیمو کې به څه باندې ۲۲ زرو خلکو ته د څښاک پاکې اوبه چمتو کړي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې پرون په یوه پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله د اوبو رسولو ډېرې شبکې ویجاړې شوې دي.

د یونیسف په وینا په سیلاب‌ځپلو سیمو کې کورنۍ د څښاک، پخولو او حمام لپاره اوبو ته اړتیا لري او هره ورځ به ۱۵ لیتره اوبه په هر کس وویشل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو سېلابونو بېلابېلو سیمو کې سلګونو کسانو ته مالي اوځاني زیانونه اړولي دي. سرچینه کاږي چې سېلاب ځپونکو سیمو کې پاکو اوبو ته لارسری محدود شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button