افغانستان

وروستیو سېلابونو ۵۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رییس ملا جانان سایق ویلي چې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د غویي میاشتې له شلمې راهیسې ۲۹۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۲۶۶ نور ټپیان دي.

یاده مرګ ژوبله د بغلان، غور، تخار، فاریاب، بدخشان، سمنګان، سرپل، هرات، بادغیس، لغمان، بامیان، فراه، نورستان او کاپيسا ولایتونو اوسېدونکو ته اوښتې ده.

د ښاغلي سایق په قول، په دغه موده کې ۱۴ زره او ۹۲۳ کورونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول ویجاړ شوي دي، دغه راز ۶۶۵۵ څاروي هم له منځه تللي دي.

ښاغلی سایق ویلي چې له سېلاب ځپلو کورنیو سره یې مرستې دوام لري او تر دې دمه یې ۱۷ زره او ۸۰۷  زیانمنو کورنیو ته مرستې رسولي دي.

نوموړی دغه راز ویلي چې د وقایوي پروژو چارو پیل د دوی په لومړیتوبونو کې دي او په پام کې لري، څو دا پروژې د  پېښو سره مبارزې دولتي عالي کمېسیون په همکارۍ او د اسلامي امارت په ملاتړ راتلونکي کې پلي کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button