مقالی اوتبصرې

وروستۍ تصفیه

که چېرې موږ وغواړو، چې په ټوله نړۍ کې یوه عمومي تصفیه وکړو، په داسې شکل چې نېکان او صالحه انسانان یو طرف، همدارنګه بد او بېکاره انسانان بل طرف ته کړو، نو دا به ډېره ستونزمنه وي یعنې ناممکنه به وي، که یې جدا هم کړو، بې له شکه چې دا تصفیه به ناکامه وي. ځکه د هېچا په تندي يې نه دي لیکلي، چې دا کس ښه او که بد دی. یو سړی به په ښکاره ښه اعمال کوي، خو له باطن څخه يې څوک نه دي خبر، چې دا ښه دی. همدارنګه بد انسان هم درواخله. تصفیه کول په دنیا کې تراوسه نه چا کړې او نه امکان لري.
هغه ورځ راتلونکې ده، چې د آدم علیه السلام څخه تر قیامته چې څومره انسانان تېرشوي او تېرېږي؛ د ټولو تصفیه به وشي. دا ناممکن کار به ممکن شي. الله جل جلاله د هغې وروستۍ تصفيې په اړه سورة یاسین کې داسې کړې ده. په هغه ورځ چې مجرمانو ته به وویل شي جدا شئ. دا به څومره سخته تصفیه وي. الله جل جلاله په خپل کلام (سورة الزلزال) کې داسې فرمايي. (په هغه ورځ چې خلکو ته خپلې عملنامې ورکړل شي، چا چې یوه ذره غوندې نېکي کړې وي، هغه به هم حسابېږي/تلل کېږي او چا چې یوه ذره غوندې بدي کړې وي، هغه به هم حسابېږي).دغه تصفیه او پاڼه یې ډېره مهمه ده. په دغه یاده شوې ورقه کې سابقه د نېکیو ډېره په کار ده، د چا چې د نېکیو سابقه ډېره وه او په دنیا کې یې د حرامو او ناروا کړنو سره قطع روابط کړي وي، د الله لپاره یې بغض او محبت کړی وي؛ نو یقیناً د همدغو خلکو د تصفیې پاڼه کې به ډېره او ښکلې سابقه لیکل شوې وي او همدغو خلکو ته به د تصفیې ورقه په ښي لاس کې ورکول کېږي. ډېر خوشحاله په خندا به د خپلو کورنیو خواته راګرځي او وایي به، چې دا دی زه په دې سخته تصفیه کې کامیابه شوم. د دنیا به څه تصفیه وي او څه به یې سختي وي، تصفیه خو د مرګ څخه وروسته پيلېږي. کله چې انسان مړ شي او قبر ته یې ښکته کړي او د تېرې ارزیابۍ لپاره ورته دوې ملایکې راشي او درې اسانه پوښتنې ورڅخه وکړي، چې رب دې څوک دی؟ دین دې څه دی؟ نبي دې څوک دی؟ چا چې په دنیا کې ښه سابقه نه لرله، جهاد او نېک اعمال يې د ریاکارۍ لپاره کړې وي، علم او عمل یې د خپل ځان مشهورتیا لپاره کړی وي او همدارنګه خپل دین او قرآن یې د (مطاع قلیل) د یو څو روپیو په بدل کې خرڅ کړی وي؛ نو هغوی به وایي (لا ادري لا ادري) زه نه پوهېږم، زه نه پوهېږم. په هغه ورځ به مجاهد، مخلص او مجرم معلومېږي.
قدرمنو مجاهدینو! د دې دنیا تصفیو په کیسه کې مه اوسئ، که مو جهاد د الله جل جلاله رضا لپاره کړی وي؛ هماغه ذات به یې بدله درکوي او که کوم شخص جهاد نه وي کړی او د مجاهدینو سره يې اخلاص هم نه وي کړی او اوس يې ځانونه د اسلامي امارت په صف کې د مجاهد یا مخلص په نوم داخل کړی وي، نو په خدای قسم که د الله له منګولو خلاص شئ. توبه وباسئ او په ریښتني ډول دغه د شهیدانو په وینو راغلي نظام ته خدمت وکړئ. په کوم منصب او چوکۍ چې ناست یاست، په ریښتني ډول د هغه حق ادا کړئ، تر څو د الله جل جلاله له منګولو خلاص شئ او که مو داسې ونه کړل؛ لرې نه ده چې د الله په حضور کې به سرټیټي او د هغو مجرمانو په ډله کې به ولاړ یاست، چې الله جل جلاله یې یادونه کړې ده (نن ورځ دې مجرمان جدا شي). بیا به ارمان کوئ او وخت به تېر وي. وخت سره زر دی، مه یې ضایع کوئ.

منیر فاروقي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *