روغتیا

ولس د خوړو او درملو ملي ادارې د پرېکړې هر کلی کوي

هېوادوال د خوړو او درملو ملي ادارې پر هغه خبر خوښي څرګندوي، چې د نرخونو کنټرول لپاره داسې سافټ ‌وير جوړوي چې د درملو نرخونه به په کې ثبت وي او د بار کوډ سکن کولو سره به يې ټول جزئيات خلکو ته معلومېږي.د دوی په وينا حکومت بايد دغه کړنو ته لومړيتوب ورکړي؛ ځکه دا يو معياري سيستم دی، چې جوړ شي بيا به هر مشتري له هر خرڅوونکي سره د توکو د بيې خبرې نه کوي؛ بلکې د هر توکي نرخ به دوی ته معلومېږي.خالد تسکين او حميدالله وايي، څومره ژر چې کېږي حکومت بايد دغه سيستم فعاله کړي، ترڅو خلک د اړوند برخو د ظالمانو له ظلمه خلاص شي.خالد تسکين وايي: ((درمل پلورونکي ډېر ظلم کوي، په جلال اباد ښار کې يو درملتون کې مې يو ډول ګولۍ په کار وې، چې په يو ځای کې په ۱۵ افغانۍ وې بل ځای کې په ۳۰ افغانۍ راکړې. په کلدارو ځينې درملتونونو والا درمل راوړي که په ۱۰۰۰ کلدارو يو څه راوړي بيا د خرڅولو په وخت کې دغه زر کلدارې په دوو تقسيموي چې ۵۰۰ افغاني کېږي خرڅوي يې په داسې حال کې چې د ۱۰۰۰ کلدارو معادل تر ۲۹۵ پورته افغانۍ کېږي چې دا غټ ظلم دی او چې دغه سيستم فعاله شي ايله به د دې قصابانو د ظلم مخه ونيول شي.))حميدالله زياتوي: ((حکومت بايد دغه کارونو ته لومړيتوب ورکړي، د ډاکترانو د فيس کنټرول لپاره دې کمېسيون هم وګوماري.شفري نسخې او بدلې دواګانې دې بندې کړي. هغه ډاکتران چې ستاژ يې نه دی کړی او په پټه يې معاينه خانې خلاصې کړي پر وړاندې دې عاجل اقدام وشي ترڅو د يوې سالمې ټولنې خاوندان شو.))د خلکو په خبره که چېرې په دې برخه کې څومره ژر عملي اقدام وشي، هغومره به ګټور تمام شي.عمرخان وايي: (( د اسلامي امارت حکومت دا اقدام غوره اقدام دی، ځکه له ولس ټولې پيسې په دوا ګانو ځي او که هرڅومره څېړنه وکړو د درملتون والا سره بيا هم پرې تاثير نه کوي او نرخ يې له اسمان سره خبرې کوي نه له موږ سره.))د خوړو او درملو ملي ادارې همدا راز زياته کړې وه، چې ټول درملتونونو مکلف دي چې د نوي لارښود سره سم يو ځل بيا خپل ځانونه ثبت کړي.بايد وويل شي چې د خوړو او درملو ملي ادارې دغه خبر د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ دي او د ژر پيلېدو غوښتنه يې کوي.

پامير وطنوال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *