ټولنه اوکلتور

ولور؛ هغه بد دستور  چې کورنۍ یې له امله کړېږي

خالقیار احمدزی

په افغاني او تېره بیا پښتني ټولنه کې ډېر داسې دودونه شته چې د اسلام د سپېڅلو احکامو او ټولنیزو حقونو سره په ټکر کې وي؛  له هغې ډلې یو ولور دی. ولور هغه ملا ماتوونکی بار دی،چې زموږ ډېری ځوانان یې په پردیو هېوادونو کې خواره واره کړي، په کلونو مسافر وي او د خپلې ځوانۍ خوږې او له تنکیو هیلو ډکې شیبې د بل بابا په چوپړ کې تېروي. په ټولنه کې یو له بدو رواجونو د ولور په نوم د نجونو خرڅلاو او بیا تر هغه وروسته د خاوند کور ته د کور په نوم ملا ماتوونکي سامان آلات اخیستل دي، چې کله یې آن  د مېړه کور ته د یادو سامانونو د پیرلو اړتیا هم نه وي؛ په ورته وخت کې د مېړه له جیبه  هغه اخیستل کیدونکې خورا زیات مبلغ  بیځایه مصرفېږي.ولور دې ته وایي چې یو کس خپله  خور یا لور چاته په نکاح ورکړي او په هغې باندې یې ورور یا پلار پیسې واخلي او دا پیسې نجلۍ ته نه رسېږي، په شریعت کې د دې اخیستل ناروا او حرام دي. د اوسني عصر په ډېرو افغانانو او په زیاته کچه پر پښتنـو داسې اغېزې ښيندل شوې، چې له نجونو او پېغلو څخه یې د خرڅلاو توکي جوړ کړي؛ چې هم یې پلورلی او هم یې پېرودلی شي.  له همدې امله د واده خوند هم لاړ شي او ورپورې تړلې هیلې او آرمانونه هم نیست نابود شي.  ځکه چې ځوان یا زوم تر کلونو له قرض لاندې وي او بیا خپلې کوژدنې مېرمنې ته هم د کور د یوې اخیستل شوې خدمتګارې په توګه ګوري، چې بیا له خپلې مېرمنې سره د ناز او خوشالۍ شیبې تر ډېره په جنجالونو او ناوړه پیغوریزو خبرو تېروي. په حدیث شریف کې راځي چې الله تعالی فرمایي: چې درې قسمه کسان داسې دي چې د قیامت په ورځ باندې زه د هغوی مقابل (یعنې له هغوی سره جنګ کوونکی او ترې پوښتنه کوونکی) یم، اول هغه کس چې زما په نوم قسم وخوري او بیا یې مات کړي او یا ما په یوه خبره شاهد وګرځوي او بیا خلاف ورزي وکړي، دوهم هغه کس چې یو ازاد کس خرڅ کړي او پیسې یې وخوري او دریم هغه کس چې یو مزدور ورته کار وکړي او دی پیسې او مزدوري ور نه کړي.۲- علامه شامي رحمه الله ولور ته ورته اخیستل کیدونکې پیسې  آن رشوت بولي او زیاتوي چې سړی کولای شي خپلې پیسې بېرته د خسر له کور واخلي. پورتنۍ مسئلې ته په کتو سره، پر زوم باندې له ولور آخوا نور خوراکي سامان ایښوودل، سره زر او تر څنګ یې پر هغه د وریژو، غوښو او…. فرمایشات هم له شریعت سره سمون نه خوري. د ولور کمه اندازه ۱۰ درهمه ده چې یوازې د نجلۍ حق جوړېږي، که طرفین له دې څخه په څومره لوړ مهر سره جوړېدل، پروا نه لري خو دا پیسې یواځې د نجلۍ حق دی او بس.

عالمګیري لیکي:

اسلام هغه واده ته مبارک ویلی چې مهر یې کم وي او ټیټ مهر یې د ښځې در نښت بللی
دی.

هو! دا یې هم حل لاره نه ده چې د کلیوالي او سیمه ییزو تړونونو له مخې د مهر کمه اندازه تعیین شي، ځکه دا بېرته پر مېرمنو ظلم دی، لکه څنګه چې میراث ترې په چل ول او زور زیاتي  ستنېږي، دا یې هم یو ډول دی؛ ښه دا ده چې حکومت (ستره محکمه) مهر د یوه ځانګړي فرمان له مخې مهر د نجلۍ حق اعلان کړي او کوم کس چې د خپلې لور / خور په پیسو خیټه اچوله، که اړوند کورنیو کې چا د ځینو  ملحوظاتو پر اساس شکایت ونه کړ هم؛ عدلي او  قضایي ارګانونه دې د  خپلو استخباراتي مالوماتو پر اساس هم، هغه احضاروي او ډاګیزه سزا دې ورکوي. او له ولور (مهر) ور هاخوا نور ناوړه رواجونه خو باید یو مخ بند شي، ځکه هغه خو په شریعت کې هیڅ اساس نه لري. په دې توګه به هغه بد شګون هم ختم شي چې ګواکې د فلاني لور یې د کم ارزښت له امله ارزانه وپلورله او فلانۍ نجلۍ حسینه وه، نو په لوړه بیه یې ورکړه. دغه راز به په ټولنه کې فحشا، بدلمني او د ولور له امله د ځوانانو د مهاجرتونو لړۍ هم تر ډېره را کمه او یا یو مخ له منځه تللې وي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button