تاریخ او جغرافیهلیکنې

ولې احمد شاه بابا ته ددرانـي، سدوزي او ابـدالي لقبونه کارول کېږي؟

د دې وجه داده چې سدوزي له آره سړبڼي پښتانه دي او د پوپلزيو د قبيلې يوه څانګه ګڼل کېږي. ددغې قبيلې مورث اعلی يا ستر نېکه اسدالله خان و،چې په ٩٦٥ لمريز کال زږېدلی او په ١٠٢١ لمريز کال يې له دې نړۍ نه سترګې پټې کړي دي٠ نوموړی په عوامو کې په ملک سدو مشهور و او د ده د نامه له امله دغه قبيله په سدوزيو سره مشهوره شوه. سدوزي د پوپلزيو د قبیلې يوه څانګه ده٠ سدوزيان تر ډېره وخته پورې نه يوازې د پوپلزيو د قبيلې، بلکې د درانيو د ټولې قبيلې خانان او مشران شمېرل کېدل او جوته ده چې سدوزيان د راني قبيلو په ټولو څانګو کې د ځانګړي درناوي نه برخمنه قبيله ګڼله کېدله، داځکه چې د افغانستان بنسټ اېښودونکی او واکمن لوی احمد شاه بابا عليه الرحمه د سدوزي په ټبر پورې اړه درلودله،چې په اصل کې دغه قبيله دپوپلزيو د قبيلې يوه څانګه ده٠

ملک سدو يو ډېر پوه او هو ښيار سړی و،چې د خپل قوم لپاره يې ډېر خدمتونه وکړل او په پای کې د خپل عمر په ٧٥ کلنۍ کې يې له دې فاني نړۍ نه ستر ګې پټې کړې. د ملک سدو نه پنځه زامن پاتې شول چې خواجه خضر خان، مودود خان، زعفران خان، کامران خان او بهادرخان نومېدل.

د احمد شاه بابا ابدالي لقب :

دابدال په هکله زيات افسانوي روايتونه هم شته چې دلته به يې راوړل بېځايه نه وي٠روايتونه وايي چې د اسلامي دورې په تاريخ کې لومړنی سړی چې د(ابدال=اودل)په نامه ياد شوی دی دپښتني قبيلو مشهور نيکه دی چې د خپل نامتو کهول سره د سليمان په غره کې او سېده٠دی د ترين زوی د شر خبون لمسی او د سړبن کړوسی دی او د ده نوم په پښتو ادبياتو او پخوانيو او زړو نسخو کې (اودل) او د جمع منسوب په بڼه (اودلی=ابدالی) ضبط دی چې د ٤٤٠ هجري يا ١٠٤٨ ميلادي کلونو په شا او خوا کې يې پښتانه قبايل پر ځان راټول کړي وو او د ده له توکمه ملک سليمان د عيسی زوی چې په زيرک سره مشهور و د خپل ژ وند په پای کې يې خپل زوی ملک بارک پر مشرۍ وټاکه او تر بارک وروسته د زيرک بل زوی ملک پوپل د خپل نفوذ ساحه د اوسني بلوچستان تر شال او ژوبه وغزوله او د٦٥ کالو تر مشر توب وروسته د ٨٩ کلونو په عمر ومړ٠ داسې روايتونه هم شته چې په پيل کې ابدال بل نوم در لود، خو کله چې د خواجه احمد ابدال چشتي حضور ته چې د خپل وخت مشهور پير او ستانه و ورغی او د هغه خدمت ته يې ملا وتړله هغه ورته د ابدال نوم او لقب ورکړ چې له هغې راهيسې په دغه نوم مشهور او اولاده يې د ابداليانو په نامه يادېږي او پښتانه په خپلې ورځنۍ محاوره کې ابدال د اودل په نامه هم يادوي.داسې روايت هم شته هغه وخت چې د ابدال د پلار ترين د مړينې وخت را نږدې شو نو ويې غو ښتل چې د خپلو دريو زامنو يعنې ابدال، سپين او تور نه يو تن پر خپل ځای د مشرۍ لپاره و ټاکي چې د تور او سپين د خپګان سره سره يې ابدال د مشرۍ لپاره مناسب او وړ وباله٠ پښتانه د تاريخ په رڼاکې اثر ليکلي دي چې ابدال يا اودل د ٤٢٠ هجري کلونو په شا او خوا کې ژوند کاوه٠ ويل کېږي چې د ابدال تر مړينې وروسته رځړ د خپلې کورنۍ مشر شو او ده دخپلو نورو زامنو خپل مشر زوی عيسی په خپل ځای وټاکه٠ د عيسی د زامنو نه سليمان له ټولو پوه او هوښيارو نو ځکه دی په ځيرک يا زيرک مشهور شو چې تر اوسه هم پښتانه هو ښيار سړي ته ځيرک وايي، که څه هم عيسی د ميرک په نامه مشر زوی درلود ،خو سليمان يې د هو ښيارۍ په وجه په خپل ځای وټاکه٠د زيرک په څلورو زامنو کې مشر بارک نومېده چې پلار يې دی د کورنۍ مشر ټا کلی و، خو تر څه مو دې وروسته مشري د پوپل لا سته ورغله٠ لوی ابدالي احمدشاه بابا چې د پو پلزيو د سدوزیو په څانګې پورې يې اړه درلوده د ابدال نیکه په وجه د ابدالي لقب غوره کړ او د١ ٧٤٧ ميلادي نه تر ١٧٧٣ ميلادي پورې يې يوه لويه امپراتوري جوړه کړه چې به تا ريخ کې د درانيانو د امپراتورۍ او يا دDurani Empireپه نامه سره شهرت لري چې د ايران د خاورې، اوسنی پا کستان او هند ډېرې سيمې او کشمير د ده تر ولکې لا ندې وو٠

د احمد شاه بابا دراني لقب :

ويل کېږي چې احمد شاه بابا د خپل نامتو پير ميا عمر څمکني (رح) چې ده ورته زيات ارادت او درناوی درلود د خوب ليدلو په نتيجه کې په کال ١٧٤٧ ميلادي کال کې له خپل نامه سره د دراني لقب غوره کړ. په تاريخ حيات افغاني کې راغلي دي کله چې ابدالي احمد شاه بابا د افغانستان ټولواک شو نو په دغه وخت کې صابر شاه چې يو فقير او ملنګ و او احمد شاه بابا ورته ډېر اخلاص درلود ده ته وويل چې بايد د ( در دران ) لقب غوره کړي چې معنی يې د ( ګوهرونو ګوهر) دی چې له دغې ورځې راهيسې ابداليان د درانيانو په نامه سره يادېږي.

همدا راز د فارسي ژبې په تاریخي منابعو کې راغلي،چې احمدشاه بابا ته ځکه دراني ویل کېږي چې د درانیانو د قبیلي خلکو به په پخوانیو وختونو کې پخپلو غوږونو کې د ملغلرو کړۍ(حلقې) اچولې نو ځکه ورته درانیان ویل کېدل چې دا وروستی روایت یو کمزوری روایت ګڼل شوی دی.

لیکنه: ډاکټر یاد – بیاکتنه او سمونه: خالد روښان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *