مقالی اوتبصرې

ولې د واخان دهلېز له چین سره د افغانستان سوداګرۍ ته وده ورکولی شي

تمه کېږي چې له چين سره دغه سوداګریز تړاو به د پاکستان پر بندرونو د کابل تکیه را کمه او له ګاونډیو هېوادونو سره به يې اړيکې پياوړې کړي.
د افغانستان د واخان له لوړې ارتفاع لرونکي سيمې د تشریح کولو پر مهال د هغه سخت او سوړ اقلیم د انسان ذهن ته راځي. دا د دغه هېواد په بدخشان کې ليرې پرته او له ننګونو سره مخ یو نرۍ تړانګه پاتې شوې ده.
خو په ۲۰۲۱ ز کال کې واک ته د ا.ا.ا. له رسېدو څه موده وړاندې د لومړي ځل لپاره افغان حکومت وويل چې د چین تر پولې پورې د پامیر لویې لارې جوړولو کار بشپړ شوی،چې دا چاره په رسمي توګه د واخان کورېډور د پراختیا پيل لپاره پلان او بودجې ته لاره هواروي.
ټي آر ټي د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس ذبیح الله اميري د معلوماتو پر بنسټ ليکلي چې د افغانستان – چين اتصال به د اقتصادي پرمختګ لامل او په ځانګړي ډول د بدخشان او ګاونډيو ولایتونو د اوسېدونکو لپاره ګټور تمام شي.پتيل شوې،چې له دې لارې به افغانستان بېلابېل توکي را وارد او همهاله به ځينې مواد لکه وطني غالۍ، قيمتي ډبرې، وچه میوه او نور چين ته صادر کړي.
نوموړې رسنۍ د ځايي چارواکو په استناد ليکلي،چې د دې لارې له امله د وارداتو – صادراتو پیاوړي کېدلو سربېره تمه کېږي افغانستان به د مالیاتو له درکه د پام وړ پراخ عواید ترلاسه کړي.
اميري ټي آر ټي ته ويلي،چې د دې لارې اهمیت تر اتصال ور ها خوا دی، دا لار به د ګڼو ګټو تر څنګ د افغانستان – چين لپاره اقتصادي فرصتونه هم رامنځته کړي.
د نشريې په خبره کله چې امریکايي ځواکونه له دوو لسیزو اوږده اشغال وروسته په ۲۰۲۱ ز کال کې له افغانستانه ووتل، ګاونډیو هېوادونو له دغه هېواد سره د خپلو اړيکو بیا ارزونه پیل کړه.
د دهلېز شمالي پوله د تاجيکستان د ګورنو-بدخشان سیمې سره نښتې ده، چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې د کورنۍ جګړې شاهده وه. په سویل کې يې د لوی کشمیر جنجالي سیمه پرته ده چې د هند، پاکستان او چین ترمنځ پرې لانجه ده.د دهلېز په ختيځه څنډه کې د واخجير ننګونکې او واورینې لارې ور هاخوا سینکیانګ ولایت پروت دی.
هند دې ته متوجه دی چې په افغانستان کې خپلې مهمې پانګونې چې د ملکي بېخ بنسټونو په برخه کې شاوخوا درې بېليونه ډالر ته رسېږي له ګواښ سره مخ نه کړي. په دې پانګونه کې د ۲۱۸ کیلومترو په واټن د زرنج – دلارام لویه لار افغانستان د ایران د ميلاک له لارې له چابهار بندر سره نښلوي، چې دا له منځنۍ اسیا سره د هند د نښلولو یوه مهمه لار جوړوي؛ له همدې امله هند د ا.ا.ا. سره ډيپلوماټيکې اړيکې ساتي خو تر اوسه يې لا په رسمیت نه دی پېژندلی.
له پاکستان سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې تل کړکېچنې پاتې شوي دي، د همدې ترينګلو اړيکو له امله په دې وروستيو کې اسلام آباد له خپل لوري له افغانستان سره فرضي کرښه وتړله،چې دې چارې افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اړولی دی.خپرونه د ا.ا.ا له قوله وايي چې دوی د پاکستان پر بندرونو د اتکا پر راکمولو او له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ پر پراختیا غور کوي.
واخان دهلېز ته د پاکستاني بندرونو د بدیل په سترګه کتل کېږي، هغه له دې امله چې د افغانستان په شمال کې پراته هېوادونه پر سیاست، اقتصاد او سوداګرۍ ته لومړیتوب ورکوي.
چين د يوه کمربند او يوې لارې پروژې د يوې برخې په توګه، بېلابېلو بازارونو ته د رسېدو په موخه په فعاله توګه د بديلو دهلېزونو او سړکونو پر رامنځته کولو کار کوي.
بيجينګ د آسیا په لويه وچه کې پرتو هېوادونو سره سوداګریزې اړيکې رامنځته کړي، په سیمه کې یو د بنسټيزو موخو څخه يې د سړکونو شبکې جوړول دي چې په دې سره غواړي نړیوالو او سیمه‌ييزو بازارونو ته هوسا لاسرسی ولري.
په چتم هاوس کې د افغانستان په اړه څېړونکي حميد حکيمي ټي آر ټي ته ويلي چې په راتلوونکي کې به د چین تعامل له ا.ا.ا. سره لازیات څرګند وي. د نوموړي له نظره د ا.ا.ا. له یوه لوی نړیوال ځواک سره د دغه ډول اړیکو څخه ګټه پورته کوي.هغه زیاتوي چين پرګماتیک دی او د ا.ا.ا. سره ژورې ستراتيژیکې اړيکې نه‌لري نو د بيجينګ اصلي تمرکز به پر امنيت وي.
حکمي زياتوي د ا.ا.ا. او چین تر منځ راتلوونکي مثبتې اړيکې د نوي حاکميت په وړتیا او له افغانستانه چين ته د هر ډول امنيتي ګواښونو مخنيوي پورې تړاو لري.
دا څرګنده ده چې چین د منځنۍ آسیا پر اقتصاد باندې د نفوذ پام وړ ظرفیت لري، چې ځینې یې لا دمخه په چين د تکيې په حالت کې دي. تاجيکستان یو له ښو بېلګو څخه دی، چې د بهرنۍ پانګونې او وارداتو په برخه کې په لويه کچه پر چین تکيه کړې.
دغه تکيې د بيجينګ لپاره د يوې پخوانۍ سرحدي شخړې د حل په برخه کې نسبتاً د خوښې وړ نتيجې په تر لاسه کولو کې رول لوبولی،چې په پايله کې د تاجيکستان ۱۰۰۰ کیلومتره مربع مځکه چین ته ور جلا کړل شول.
د حکيمي په خبره د دواړو هېوادونو تر منځ د پياوړو اقتصادي اړيکو رامنځته کېدل په افغانستان کې په ثبات او پانګونې ته د خطر نشتون پورې تړلي دي.
د دهلېز بشپړېدو اړوند د اقتصادي ليد څخه ما سیوا د ا.ا.ا. د چارواکو په وینا د سړک بنسټيز رغاول به ممکن کلونه وخت ونيسي او د خپرونې په باور دغه مهمه ستراتېژیکه سيمه به د پېچلي جیوپوليټک په توګه پاتې شي.

ټي آر ټي انګليسي -ژباړه او تخليص: ثناءالله عمران

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *