
ولې په يوه پېړۍ کې د ازادۍ درې ورځې!؟
له آدمه تر دې دمه، چې څومره ظالمانه يرغلونه شوي، ټول مات شوي او اړوندې سيمې بيرته خپلو اصلي اوسېدونکو ته پاتې شوې دي. ځکه چې ظلم تر ابده دوام نه شي کولی، حتماً خلک راپورته کيږي او خپل حقوق تر لاسه کوي. هيڅوک پوره، پوره ملتونه نه شي يرغمل کولی. سمه ده، هر يرغلګر کولی شي، چې يو محدود شمېر بې ضميره اشخاص د څو پيسو په بدل کې په نوکري ونيسي، مګر ټول ملت نه شي غلام کېدلی. البته، مسلمانانو چې څومره جګړې کړې او پراخې سيمې يې فتح کړې، هغه ځکه تر پېړيو، پېړيو د مسلمانانو په ولکه کې پاتې شوې، چې مسلمانانو د حق غږ پورته کړی، خلک يې عدل، انصاف، صله رحمي، اتحاد او خواخوږۍ ته رابللي، نو د اړوندو سيمو اوسېدونکو قناعت کړی او هغوی خپله د دغه حق دين مدافعين جوړ شوي. يعنې فکراً چې څوک قانع نه شي، هغه په توره نه تابع کيږي، بلکې نور يې هم مخالفت زياتيږي، د خپل حق لپاره راپورته کيږي، مبارزه کوي او بالآخره ظالمانو ته شکست ورکوي او خپل حقوق تر لاسه کوي. برابره خبره ده، که هغه ظالم يو فرد وي، يا نظام او نظامونه، خو ماته يې حتمي ده. زموږ په تېر سل کلن تاريخ کې درې مغرورو زبرځواکونو زموږ پر هېواد يرغل کړی، خو له څه مودې مقاومت او مبارزې وروسته هر زبرځواک داسې شرموونکې ماته خوړلې، چې ټوله نړۍ کې يې رعب ختم شوی او خلک يې له شره په امن شوي. انګريزانو له پرلپسې جګړو او دسيسو وروسته هغه وخت ماته وخوړه، چې کله امان الله خان د ازادۍ اعلان وکړ، هغوی له دريو لارو لښکرې راروانې کړې، خو د الله تعالی په فضل او زموږ د نيکونو په بې سارې قربانۍ، درې واړو لښکرو يې داسې ماته وخوړه، چې تر اوسه يې له پېغوره نه خلاصيږي. دغه راز، تر هغه وروسته شوروي اتحاد حمله وکړه، زموږ يو شمېر بې دينه او بې ضميره هېوادوال هم ورسره ملګري شول، خپل ټول قوت يې استعمال کړ، په مليونونو هېوادوال مو مهاجر او ښکلی هېواد مو په کنډواله بدل شو، بې شمېره هېوادوال مو شهيدان، زخميان او تري تم ورک شول، خو دوی هم روغ پاتې نه شول، هره دره او هر کلی ورته سور اور شو او هر ځای يې ټانګونه ترې پاتې شول، تر دې چې خپله ماته يې ومنله او ټيټ سر له هېواده وتښتېدل. داسې شرموونکې ماته يې وخوړه، چې لوی او کبرجن شوروي اتحاد په کوچنۍ روسيه تبديل شو. د افغانستان له ازادۍ سره نورو هېوادونو او ملتونو کې هم د ازادۍ روحيه راژوندۍ شوه، هغوی هم خپلواکي واخيسته او په دې توګه په ټوله نړۍ کې د شورويانو کبر او شرارت پای ته ورسېد. کله چې شوروي اتحاد ختم شو، نو امريکا راپورته شوه، بش ځان يو بل فرعون ګاڼه، ټولې نړۍ ته يې اعلان وکړ، چې يا به له موږ سره ودرېږئ، يا له افغانستان سره، دريم صورت نه منم! نو هماغه ؤ چې ټوله نړۍ له امريکا سره ودرېده، شاوخوا پنځوسو هېوادونو خپل عسکر راوليږل او مستقيماً يې په دغه ستر يرغل کې برخه واخيسته، پاتې نورو هم خپل وس وکړ، چا لاره ورکړه، چا پيسې ورکړې او چا تبليغات ورته کول، خو په دې لويه نړۍ کې افغانستان ته هيڅ داسې دوست پاتې نه شو، چې د افغانستان په طرف ودريږي. مګر بيا هم افغان ملت باوري ؤ، چې دا ظلم به آخر پای مومي او بيرته به دا وطن خپلو اصيلو بچيو ته پاتې کيږي، ځکه چې پردی کټ تر نيمې شپې وي. موږ هم ډېره قرباني ورکړه، هر ډول مشکلات مو وګالل، مګر دوی ته هم کلک ځاني او مالي تلفات واوښتل، اوس دا دی وينو چې په افغانستان کې د امريکا له ماتې وروسته د نړۍ سياسي وضعيت ډېر بدل شوی، اوس د امريکا په خوله څوک پياز هم نه ماتوي او ان شاء الله؛ تر ډېرې مودې به بيا پر چا يرغل ونه کړي. هماغه کبرجنه ناټو اوس ناټوګۍ شوه، دوه کاله پوره شول، تر اوسه دوی حيران دي چې دا څه راپېښ شول؟ لګيا دي، ګرده ورځ يو او بل ملامتوي او ځان ته د خټې پوزه جوړوي. په دغو دريو يرغلونو کې ډېر درسونه دي، هم نړيوالو ته او هم موږ ته. نړيوال بايد نور هيڅکله، پر هيڅ هيواد د ظلم او يرغل اراده ونه کړي، ځکه ظلم دوام نه لري او پردی کټ تر نيمې شپې دی. غلامان يې هم بايد په دې وپوهيږي، چې يرغل هيڅکله دوام نه شي کولی، ټول عمر به يې باداران نه وي، آخر به هغوی شکست خوري او دوی به رسوا او خجل د خپل ولس پيغور ته پاتې کيږي.دغه راز؛ موږ هم بايد خپل تاريخ په دقيق ډول مطالعه او فکر وکړو، چې په يوه پېړۍ کې ولې موږ له دريو يرغلونو سره مخ شولو؟ ولې د يو يرغل له ماتولو وروسته، بل يرغلګر راباندې زورور شو؟ ولې موږ تل کمزوري پاتې شوي يو؟ دا پوښتنې د هر چا په نظر مختلف ځوابونه لري او اوږده تفصيلي بحثونه پرې کېدای شي، مګر په لنډه توګه لاندې علتونه بيانولی شو:
۱ – د چارواکو د سياسي بصيرت کموالی، خپل دوست او دښمن نه پېژندل او د دښمن له دسيسو ناخبري.
۲ – په ټکنالوژي کې کمزوري او په تعليمي، سياسي، تعليمي او اقتصادي ډګر کې له دښمن سره سيالي نه کول.
۳ – د ملي ګټو پر ځای، شخصي ګټې پالل او د يو څو پيسو په بدل کې د پرديو غلامي کول، د خپلو هېوادوالو ديني او ملي ارزښتونه سپک ګڼل او نوي نظامونه او نظريې پلي کول.
۴ – د اتحاد نه شتون او د يو بل نه زغمل.
همدا څلور نيمګړتياوې زموږ د کمزورۍ اساسي عوامل دي، خو په حقيقت کې د دغو ټولو نيمګړتياؤ علت يوازې همدا دی، چې زموږ د هېواد تعليمي سويه ښکته ده. دا ټول مشکلات له بې تعلمي او ناپوهي راپيدا دي.
د دې لپاره چې دغه استقلال مو دوامداره شي او بيا ځل د چا تر يرغل لاندې رانه شو، نو لازمه ده چې حکومت او ملت په ګډه د دغو نيمګړتياؤ د ختمولو لپاره شپه، ورځ کار وکړي.
بايد تعليمي، اقتصادي او فکري برخې ته دومره زياته توجه وشي، چې د کلونو کار په مياشتو او د مياشتو کار په اوونيو کې وکړو.
بايد تعليم داسې عام کړو، چې شپون مو هم بې تعليمه پاتې نه شي او په هره برخه کې بايد د تخصصي زدکړو زمينه برابره شي.
په اقتصادي ډګر کې بايد يو مخ پر ځان بسيا شو، ان نورو هېوادونو ته بايد خپل صنايع صادر کړو.
دغه راز؛ په فکري برخه کې بايد دومره کار وکړو، چې په ټول هېواد کې مو داسې فکري مخالف پاتې نه شي، چې د پرديو يرغلګرو په اشاره، د خپل ملت او هېواد پر وړاندې راپورته شي.
د ازادۍ ورځو څخه بايد د يو غوره فرصت په توګه کار واخلو، دا ورځې بايد په ډېرو شاندارو مراسمو ونمانځل شي، تر څو په ملت، خصوصاً نوي نسل کې د ازادۍ روحيه راژوندۍ شي. دغه راز؛ د پرديو نوکران او ملي خائنين هم بايد يو، يو ملت ته ور په ګوته او ښه وغندل شي، تر څو بيا څوک دغه شان غدر او خيانت ته زړه ښه نه کړي.
خو خدای مه کړه،که دغو نيمګړتياوو ته متوجه نه شو، نو همدغه شان ډېرې د يرغل او ازادۍ ورځې به ونمانځو.
وروستۍ يادونه به دا وکړو، چې د اسد د څلورويشتمې پر ځای، بايد د سنبلې نهمه د صليبي اشغال د پای ورځې په توګه ونمانځل شي. ځکه د اسد په څلورويشتمه لا فتح بشپړه شوې نه وه، يو څه سيمې لا هم پاتې وې او يرغلګر هم هوايي ډګر کې پراته وو. دا سمه ده چې غلام رژيم نسکور شو او امريکايانو هم دغه پنځلس ورځې زموږ تر ماشې لاندې تېرې کړې، مګر بيا هم يو کثافت پاتې ؤ. خو د سنبلې په نهمه هېواد په بشپړ ډول د اسلامي امارت تر ولکې لاندې راغی او وروستی يرغلګر هم په ډېر ذلت له هېواده ووت.
ځينې ملګري دا خبره دليل نيسي، چې د شوروي اتحاد ماته هم موږ د ثور په اتمه نمانځو، ځکه چې د ثور په اتمه مجاهدين ارګ ته ننوتل او کمونيست رژيم نسکور شو. خو دا قياس نه دی صحيح، دا موضوع او هغه موضوع توپير کوي. هلته چې د ثور په اتمه مجاهدين ارګ ته ننوتل، نو بهرني يرغلګر څو کاله وړاندې لا تښتېدلي وو. مګر دا ځل موضوع بدله وه، بهرني يرغلګر لا دلته وو، چې داخلي غلامان يې وتښتېدل او تش په نوم اداره يې نسکور شوه. نو د اسد په څلور ويشته مجاهدين په داسې حالت کې ارګ ته ننوتل، چې هېواد کې لا هم يو شمېر يرغلګر مېشت وو. نو غوره به دا وي، چې د تېر جهاد په څېر، هغه ورځ د فتحې او ازادي په نوم ونومول شي، چې هغه کې فتح تمامه شوې او يرغلګر، د هغوی غلامان، حکومت يې او هر څه يې په بشپړ ډول له منځه تللي او دا وطن په بشپړ ډول ترې صفا شوی.
یا رَبِّ ، لَكَ الْحَمْدُ كَمَا يَنْبَغِی لِجَلَالِ وَجْهِكَ وَ عَظِيمِ سُلْطَانِڪَ
سعيد غلجی