ادبي کتابونه

وښيه څوک دی؟!

اصلي نوم يې نشم اخيستلی، مګر رسمي نوم يې مامور صاحب دی. په کار نه پوهيږي، مګر په خوشامندو او چاپلوسۍ ډېر ښه پوهيږي.

د استاد الفت له نثرونو…

اصلي نوم يې نشم اخيستلی، مګر رسمي نوم يې مامور صاحب دی.

په کار نه پوهيږي، مګر په خوشامندو او چاپلوسۍ ډېر ښه پوهيږي.

د لويو او معتبرينو په مخ کې د حاضرباش او خانه سامان کار کوي، مګر د خوارانو او غريبانو سلام هم نه اخلي.

سواد نه لري، مکتب يې نه دی لوستی، مدرسه يې نه ده ليدلې، اخبار او کتاب نشي لوستلی، مګر ماموريت کولای او ساتلای شي.

په درباري اوضاعو کې د ټولو استاذ دی، مګرانسانيت او سړيتوب يې هيڅ نه دی زده، مکتوب نه شي ليکلای، مګر شطرنج کولای شي.

لياقت نه لري، مګر ډوډۍ لري.

د خدای اطاعت ته يې ملا ماته ده، مګر د آمرانو په اطاعت کې اول نمبر اخلي.

دنيا يې ډېره ده، مګر همت يې کم دی.

تنخوا يې لږه ده او جايداد يې ډېر دی.

مساپر او فقير ته يوه سوې مړۍ نه ورکوي، مګر مېلمنو ته هره شپه چرګان حلالوي.

غل نه دی، مګر له غلو سره سمه نيمه برخه لري، ساحر نه دی، مګر په يو څو خبرو لوی لوی خلک ړانده او کاڼه کوي.

وښيه! څوک دی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *