دینې لیکنېلیکنې

يتيم ؛ د قرآن په رڼا کې!

یتیم په شریعت کې هغه انسان ته ویل کیږي چې بالغ نه وي او پلار یې مړ شوی وي، رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي

عبیدالله رقیب
یتیم په شریعت کې هغه انسان ته ویل کیږي چې بالغ نه وي او پلار یې مړ شوی وي، رسول الله – صلی الله علیه وسلم – فرمایلي دي
«لا يتم بعد احتلام» رواه أبو داود.
له یتیم سره احسان
له یتیم سره د احسان په تړاو الله تعالی فرمایې: ژباړه: معنی دا چې د الله عبادت کوئ، له الله سره هیڅ شئ مه شریکوئ، له مور او پلار سره إحسان کوئ، له قریبانو، یتیمانو او … سره إحسان کوئ. [سُورَةُ النِّسَاءِ: ٣٦] په یتیم پاملرنه او د هغه ساتنه یواځي په اسلام کي نه، بلکي په ټولو اسماني ادیانو کي لازم امر ؤ، لکه چې الله تعالی فرمایې: ژباړه: د قران کریم دا ایت په صراحت سره ثابتوي چي له بني اسرائیلو نه د الله د عبادت ترڅنګ له یتیم سره د إحسان کولو وعده هم اخیسته شوې وه، خو هغوی ماته کړې ده. [سورة البقرة 83] د موسی او خضر (عليهما السلام) د سفر واقعه یې نور وضاحت هم کوي: ژباړه:مفهوم دا چې دوی ته په هغه کلي کې یو دیوال په مخه ورغیې چې نړېدو ته نژدې ؤ، دوی هغه دیوال ورغول او په دې کار یې له خپل مجبوریت سره سره هیڅ مزدوري وا نه خیسته، [سورة الكهف 77] قران کریم د دې ښیګڼي راز داسي بیانوي: ژباړه: مفهوم دا چې دیوال د دوو یتیمانو ؤ چې د دوی خزانه ترې لاندي وه، خضر علیه السلام دیوال ورغول ترڅو یتیمان لوی شي او خزانه خوندي ترلاسه کړي. [سورة الكهف 82] د یتیم ټولنیز حقوق
الله رب العزت داسي فرمایې: ژباړه: په دې آیتونو کې الله تعالی خپل رسول ته ورپه یادوي چي ته یتیم وې بیا الله درته پناګاه او هستوګنځی برابر کړ، ته د شریعت له احکامو ناخبر وې بیا الله درته لار ښوونه وکړه، ته بې وزلی او مسکین وې بیا الله غني کړې!
[سورة الضحى 6 – 8] له دې آيتونو ثابتيږي چي یتیم مسکن، تربیې او مال ته اړتیا لري، فلهذا هرفرد، ټولنو او حکومتونو ته په کار ده چي د یتیم یادي اړتیاوې پوره کړي، او خپل خپل مسؤلیتونه ترسره کړي.
همدارنګه قران کریم د یتیم رواني حالت هم په نظر کي نیولی ده، خلک یې د یتیم له رټلو او په یتیم له فشار راوړلو منع کړي دي، لکه چي فرمایې: ژباړه: معنی دا چي په یتیم زور زیاتی مه کوئ! [سورة الضحى 9] الله تعالی د هغو خلکو بدي بيانوي چي یتیم ته په سپکه ګوري او فرمایې چي یتیم ته په سپکه کتل د هغو خلکو کار دی چي په محشر باندي ایمان نه لري ژباړه: ایا تا هغه څوک ولیدل چي د آخرت جزا او سزا ته دروغ وایې؟ دا هغه څوک دي چي یتیم په سپکاوي سره شړي. [سورة الماعون 1 – 2] همدارنګه الله تعالی فرمایې: ژباړه: په دې ایتونو کي الله تعالى د انسان حکایت کوي، مشکل یې بیانوي او بیا یې علت راښیي: معنی دا چي کله انسان په امتحان کې راشي او روزي ورباندي تنګه شي نو انسان وایې چي: الله ذلیل کړم. اما خبره داسي نه ده، واقعي سبب دا دی چي تاسي د یتیم اکرام نه کوئ ځکه خو په دې مشکلاتو کي را ګیر شئ.
[سورة الفجر 16 – 17] د الله تعالی له دې ارشاد نه فهمیږي چې د یتیم اکرام لازم دی، که یې ټولنیز حقوق دي که یې هستوګنه ده که یې نفقه ده او که یې تربیه ده، هرڅه ته یې جدي پاملرنه په کار ده.
د یتیم اکرام یواځي نفقه ورکول نه دی بلکي د یتیم تعلیم، تربیه او د یتیم تهذیب همدارنګه د یتیم په سر د شفقت لاس تیرول، په یتیم د ترحم غږ کول، د یتیم زړه په لاس کي نیول او داسي ډیر څه د یتیم په اکرام کي راځي.
له یتیم سره باید د خپل زوی په څېر چلن وشي، یتیم باید مايوسۍ ته پاتې نه شي.
د یتیم مالي حقوق
د دې لپاره چي یتیم له مالي اړخه بسیا وي، له قران کریم نه یې څو سرچینې بیانوو:
الله تعالی فرمایې: ژباړه: په دې ارشاد کي الله تعالی عام خلک هڅوي، چې له یتیم سره مالي مرسته وکړي، معنی دا چي نیکې یواځي دا نه ده چي د لمانځه په وخت کي ختیځ یا لویدیځ طرف ته مخونه واړوئ، بلکي نېکي دا ده چي انسان په الله ایمان ولري، د قیامت په ورځ، په ملائکانو، اسماني کتابونو او نبيانو ایمان ولري او خپل ګران مال په قریبانو، یتیمانو او مسکینانو مصرف کړي.
[سورة البقرة 177] همدارنګه الله تعالی خپل رسول ته فرمایې، چي ته هم د یتیم سره مرستي ته خلک هڅوه: ژباړه: مفهوم دا چي خلک له تانه پوښتنه کوي چي موږ څه شئ مصرف کړو؟
ته ورته ووایه: کوم مال چي تاسي لګوئ مور او پلار، قریبانو، یتیمانو، مسکینانو او مسافرو ته یې ورکړئ او تاسي چي هره ښېګڼه کوئ الله پرې خبریږي. [سورة البقرة 215] الله تعالی غازیانو ته هم ارشاد فرمایې چي د غنیمت په مال کي د یتیم ونډه ورکړئ: ژباړه: معنی دا چي، تاسي دي خبر یاست، د غنیمت کوم مالونه چي تاسي نیولي دي د هغه مال څخه پینځمه برخه د الله او د الله د رسول او د خپلوخپلوانو، یتیمانو، مسکینانو او مسافرو ده. [سورة اﻷنفال 41] الله تعالی حکومتونوته هم امر کوي چي د فیئ په مال کي د یتیمانو برخه وکړي، فیئ هغه مال ته ویل کیږي چي له جنګ پرته حکومت ترلاسه کړی وي؛ژباړه: په دې فرمان کي الله تعالی فرمایې: کوم مالونه چي الله خپل رسول ته د اطرافو له خلکو ورکړيدي هغه مالونه د الله او د الله د رسول او د قریبانو یې دي، همدارنګه هغه مالونه د یتیمانو، مسکینانو او مسافرو دي، ستاسو د پیسه دارو او زورواکو ترمنځ دي لاس په لاس نه شي. [سورة الحشر 7] د قران کریم له بیان شویو ایتونو نه دا ثابته شوه چي یتیم ته مال ورکول إلٰهي لارښوونه ده، یتیم ته نفقه برابرول غټه ښېګڼه ده، د غنیمت په مال کي د یتیم ونډه لازمه ده او د فیئ له ماله یتیم ته خپله برخه سپارل قرآني امر ده.
د یتیم د مال ساتنه
که یتیم غني او مالدار وي، نو د هغه د مال د ساتنې لپاره هم قران کریم روښانه تګلاره وړاندي کړې ده، لکه چي فرمایې:ژباړه: معنی دا چي د یتیمانو مالونه بیا هغوی ته وسپارئ ښه مال یې په بد مال مه بدلوئ او د یتیمانو مالونه له خپلو مالونو سره په ګډولو مه خورئ دا ډیره لویه ګنا ده. [سورة النساء 2] همدرانګه الله تعالی فرمایي: ژباړه: کوم خلک چي په ظلم سره د یتیم مالونه خوري په حقیقت کي هغوی خپل نسونه له اوره ډکوي او هغوی به خامخا د دوزخ تاوجن اور ته داخل شي. [سورة النساء 10] د دې آيتونو نه مطلب دا دی چي د یتیم مال ته تاوان مه رسوئ، مطلب دا نه دی چي یتیم او د هغه مال سره پرېږدئ، هرڅه چي یې ورباندي کول هغه دي کوي، ځکه چي دا کار د یتیم مال ته تاوان رسوي او الله تعالی داسي ارشاد فرمایې: ژباړه: معنی دا چي له تا نه خلک پوښتنه کوي چي له یتیمانو او د هغوی له مالونو سره څه ډول چلند وکړي؟ ته ورته ووایه: په کوم ډول چلند کي چي د یتیمانو خیر او ګټه وي هغسي بهتر دی، که تاسي خپل او د هغوی مالونه سره ګډ کړئ او په دې کار کي د یتیم خیر وي نو هغوی ستاسو وروڼه دي درسره ګډ دي وي. [سورة البقرة 220] مطلب دا چي د یتیم مال به نه بې سره مصرفول کیږي او نه به یتیم ته د هلاکت لپاره ورکول کیږي، بلکي حفاظت یې لازم دی.
قدرمنو کتونکو!
د کائناتو خالق، الله رب العزت، د فرمان له مخي مو ولوستل چي د ټولنې فرد فرد او حکومتونه د یتیم په اکرام او اصلاح مکلف دي، د یتیم خیرخواهي او له یتیم سره ښېګڼه إلٰهي ارشاد دی، په یتیم د مینې لاس تیرول د إلٰهي دین غوښتنه ده.
یتیم دي داسي احساس ته پاتې نه شي چي زړه یې مات او حوصله یې ورانه شي، یتیم باید داسي ټولنه وویني چي دی پکي د ارام او خوشحالۍ سا واخلي، که داسي ونه شي او د یتیم زړه د مايوسۍ له احساسه خوندي نه شي نو ټولنې ته به په داسي حال کي راووزي چي په رواني مرض به اخته وي، کله چي د ټولنې یو قشر مریض وي په ټولنه منفي تاثیر کوي او ټولنه له بدبختۍ سره مخ کیږي.
له یتیم سره که تریخ چلند وشي او حقوق یې ترپښو لاندي شي نو دا ظلم يې په زړه کي یاد پاته کیږي او بیا یې چي وس ورسیږي د انتقام لپاره له هرې لاري کار اخلي، چي دا چاره د ټولنې لپاره ګډوډي را منځته کوي او بدي پايلې لري.
له یتیم سره زموږ د اسلافو رویه ډیره په زړه پوري او له خواخوږۍ ډکه وه، بېلګې یې نشو بیانولايدی، لیکنه اوږدېږي.
زموږ اوسنۍ ټولنې هم، لله الحمد، چي ترډیره د یتیم په اړه له مینې او ترحم نه ډکې دي، زموږ د ټولنې هرفرد له یتیم سره د خپل وس مطابق ښه چلند کوي، د لازیات ترحم او هراړخیزې مرستې توفیق ورته غواړو.
زموږ له تجارانو او شتمنو وروڼو نه هیله کیږي چي د یتیم لپاره ځانګړې مؤسسې جوړي کړي او د یتیم هراړخیز کفالت پکي په غاړه واخلي ترڅو یې الله رب العزت په جنت کي له خپل پیغمبر سره یوځای کړي لکه چي رسول الله فرمایې: «أنا وکافل الیتیم في الجنة کهاتین» رواه البخاري. یعني: رسول الله او د یتیم سرپرست به په جنت کي داسي سره یوځای وي لکه دا دوه ګوتي.
زموږ د اسلامي امارت ونه که د شهيد په وینو خړوبه ده خو بیا، لله الحمد، چي له سايې او میوې یې یتیم پوره برخمن دی، د دې بڼ مالیار د یتیمانو حال احوال اخلي، وخت په وخت ورسره مرستې کوي، د یتیمانو د روزنې لپاره ځانګړي خاښونه لري، ډیر تشکر کوو او له الله رب العزت نه ورته لازیات توفیق غواړو.
وصلی الله تعالی وسلم علی خیر خلقه محمد وعلی آله وصحبه أجمعین.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *