
يوناما: د بغلان د امنیتي مسئولينو په مرسته د بشري حقونو په برخه کې کره او باوري راپورونه چمتو کوو
د بغلان ولایت د امنیه قومندان مل پاسوال ملا جان محمد حمزه په شمال ختيځ زون کې د يوناما د بشري حقونو له مسئول ژرم میشل سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.په دغه کتنه کې امنيه قومندان مل پاسوال ملا جان محمد حمزه لومړى دغه ولايت ته د شمال ختيځ زون د يوناما د بشري حقونو مسئول ژرم میشل د سفر هرکلى وکړ او له هغوی يې وغوښتل چې د امنیتي ډاډ په شتون کې داسې راپورونه برابر کړي چې ریښتیني، پر حقایقو ولاړ وي او د افراط او تفریط پر اساس نه وي جوړ شوي.ورته مهال په دې کتنه کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې سرپرست مفتي اسماعیل او د دې قوماندانۍ د نظارت خونې آمر مولوي بلال احمد حنفي په شمال ختیځ زون کې د یوناما د بشري حقونو له مسوول ته ډاډ ورکړ،چې په نظارت خونه کې د بندیانو د ساتلو په برخه کې د اسلامي شعایرو په پام کې نیولو سره د ټولو بندیانو انساني او فردي حقونو ته ژمن دي او هېچاته اجازه نشته چې له بندیانو یې حقونه سلب کړي.په شمال ختیځ زون کې د يوناما د بشري حقونو مسوول ژرم میشل د بشري حقونو له دفتر سره د امنیه قومندانۍ د امنیتي مسئولينو له همکارۍ څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې په بغلان ولایت کې په بندخونو کې د بندیانو، په ښارونو او لرې پرتو سیمو او په ټوله کې د بغلان د ولسونو فردي، ټولنیز، انساني او بشري حقونه په بشپړ ډول خوندي دي او د لاخوندیتوب لپاره یې دوی له امنیتي مسئولينو سره هڅې کوي.میشل زیاته کړه چې په بغلان کې د امنیتي مسئولينو پياوړې همکارۍ ته اړتیا ده څو د بشري حقونو په برخه کې باوري او کره راپورونه چمتو کړي.