افغانستان

يو تن له سولري هندارو کم مصرفه برېښنا اختراع کړې

په کندهار کې د اشرف غني په نوم يو تن د «نور» په مرسته په څلورو طريقو له سولري هندارو څخه د ۲۴ ساعته برېښنا د توليد په لومړۍ ازموينه کې بريالي شوي.د کندهار د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکز غړي وايي، که څوک همکاري وکړي، کولاي شي چې تر دې وروسته بازار ته د شپې له لوري برېښنا برابره کړي.اشرف غني د دوو اوونيو په ترڅ کې توانېدلي چې د شل زره افغانيو په لګښتد څلورو طريقو په واسطه له سولري هندارې څخه شپه او ورځ د برېښنا د توليد په تجربه کې بريالي شي.نوموړي وايي، او که بازار ته وړاندي شي، نو له زرو افغانيو څخه نيولې تر درېيو زرو افغانيو پورې به لګښت ولري.«ما د شمسي هندارې لپاره داسې موډل جوړ کړ چې د شپې او ورځې برېښنا برابروي، هغه په څلور طريقو ترسره کېږي. لومړي د ګاز په وسيله، دويم د کېمياوي توکو په وسيله، درېيم د ګروپانو د رڼا په وسيله او څلورم هم د لېزرانو په وسيله برېښنا توليدولي شو.»پر همدې مهال د کندهار د تخنيکي او مسلکي زده کړو امر کريم الله حميم وايي، د کندهار د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکز کې ګڼ نور ځوانان هم د دوي په ملاتړ د تخنيک په برخه کې د نوښتونو په هڅه کې دي.«د ځوانانو د ملاتړ لپاره موږ سل فيصده چمتو يو، زموږ ټولې تخنيکي برنامې د ځوانانو لپاره دي.»تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر هېوادوالو په بېلابېلو برخو کې نوښتونه کړي، خو هغوي بيا ادعا کوي چې اوس يې هم لاسنيوي نه دي شوي.دوي وايي، که دولت يې بشپړ لاسنيوي وکړي، په ډېرو برخو کې به داسې نوښتونه وکړي چې د هېواد لپاره به ډېر ګټور وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *