افغانستان

ټام وېسټ:مرستندوی هېوادونه دې د هرات له زلزله څپلو سره مرستوته دوام ورکړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ پر مرستندویه سازمانونو غږ کړی چې د هرات له زیانمن شویو خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ښاغلي ویسټ پرون وړمه ورځ پر خپله ټولنیزه شبکه ایکس کې لیکلي چې د هرت زلزله ځپلي له ناسم بشري وضعیت سره مخ دي.
هغه ویلي، مرستندویه سازمانونه چې د سرپناه، څښاک اوبو او درملو په ګډون د افغانانو د نورو بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو هڅې کوي باید خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړي تردې مخکې د اکتوبرپه ۱۳ مه په یوه ټویټ کې د زلزلې له زیانمن شویو سره د متحدو ایالتونو د ۱۲ میلیون ډالرو د بیړنیو بشري مرستو خبر ورکړی و.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا هم ویلي چې د افغانستان په لوېدیځ کې د زلزلې له امله لسګونه .زره اغېزمن شوي کسان مرستې او خوړو ته اړتیا لري.
د اوچا د افغانستان څانګې د تلې په څلېرویشتمه، د دوشنبې ورځ د خوړو نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، دا ورځې داسې مهال را رسېدلې چې پرله‌پسې زلزلو په وروستیو څو ورځو کې د افغانستان لوېدیځ ته ټکانونه ورکړي دي. د اکټوبر شپاړلسمه د خوړو نړیواله ورځ ده.
د دغه دفتر په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې یادو زلزلو تر اوسه پر ۴۳۳۳۵ کسانو اغېز پريښی او د خوراکي توکو تر څنګ، نورو مرستو ته اړتیا لري. اوچا زیاته کړې چې مرستندویه بنسټونه په ټولو زلزله‌ځپلو سیمو کې پر خلکو ګډ خوراکي توکي او د خوړو کڅوړې وېشي.
د اوچا د افغانستان څانګې پر خپلې اېکس‌پاڼې نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې ویلي: «د خوړو په نړیواله ورځ، نړۍ ته یې ور یادوو چې پنځلس میلیونه افغانان نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه یې له کومه راځي؛ یعنې د ټولو وګړو یو پر درې برخه.»
دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې د وروستیو پرله‌پسې او خونړیو زلزلو زیانمن د خوړو، د اوسېدو ځای او روغتیايي خدمتونو په څېر د ژوند لومړنیو امکاناتو ته د نه لاسرسي په اړه شکایت کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *