افغانستان

ټرافیکي پېښو تېرنیم کال نږدې زر تنه مړه کړي وو

د کورنیو چارو وزارت وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله ۹۴۹ کسانو ژوند بایللی دی.
د یاد وزارت ویاند، عبدالمتین قانع په یوه خبري غونډه کې ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۹۷۸ ترافیکي پېښې ثبت شوې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند همداراز ویلي چې په ټول هېواد کې د دغو پېښو له امله ۹۴۹ کسان مړه شوي دي.
بلخوا د کابینې په وروستۍ غونډه کې اړوندو ادارو ته دنده سپارلې چې په هېواد کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره پلان ترتیب کړي.
په دې غونډه کې د سترې محکمې او د ترانسپورت، هوايي چلند او فواید عامې وزارتونو په همغږۍ د کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې په لویو لارو کې د موټرو د سرعت د معلومولو په خاطر لازم ټرافیکي پلان او تجهیزات چمتو کړي.
ترافيکي پېښې په افغانستان کې د مرګ‌ژوبلې يو له عمده لاملونو څخه دي او هره ورځ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې څو ورته پېښې ثبتېږي.
د موټرچلوونکو نه پاملرنه، د ټرافیکي اصولو نادیده نیول، د سړکونو خرابوالی، د لېږنده وسایطو له حده ډېر زړښت، د لارو تنګوالی او خرابوالی هغه لوی لاملونه دي چې په ترافیکي بېښو کې هره ورځ د هیوادوالو ژوند اخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button