ټولنه اوکلتور

ټولنیز پیوستون

ګل رحمن رحماني

وايي «که کور مې وسوځېده دېوالونه یې پاخه شول»

استاد ګل پاچا الفت لکه چې خپل دغه تلپاتې کلام همدې ورځې ته ویلی وي:

ژاړي په غمونو کې خواخوږي له هر چا سره

سل پتنګان سوځي د یوې شمعې له ژړا سره

نه ښایي انسان ته چې د بل په غم غمجن نه شي

لویه بدبختي ده که څوک نه ژاړي له چا سره

داسې بې غمي دې خدای په هېڅ کور کې پیدا نه کړي

یو کور کې چې ویر وي او بل خاندي له لیلا سره

په بغلان او ځینو نورو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو په سبب د سېل وړو او ورکو هېوادوالو له درده هغه څوک ښه خبرېږي، چې د بې کوره شوې او بې فامیله شويو وګړو څېرې وویني، دې افت د ډېرو سرپناوې، د سر سړي او د کورنیو بلبلان «ماشومان» ورڅخه واخیستل، خو بلې خواته د مرستندویانو، خواخوږو او شتمنو هېوادوالو راماتې جوپې زموږ د ټولنیز حس بل ښکلی تصویر وړاندې کوي او هغه دا چې دغه ناورین یو له بل سره یا له خپل یوه وران شوي کور سره د هېوادوالو خواخوږي، مینه او همدردي را وپاروي.

زه هره ورځ خبریالان، مرستندوی بنسټونه او ادارې وینم چې افت ځپلو ته په سیالۍ سره د مرستې او همکارۍ لپاره مجبورو ته ځان رسوي او د مرستو ژمنې کوي. پخوا به په دا ډول ناورینونو کې له خدایه وروسته لویه تکیه په بهرنیو مرستندویانو وه، خو اوس په ورته ناورینونو کې اسلامي او افغاني خواخوږي، همت او د یوه ټولنیز پیوستون او حس شته والی تر دې کچې دی چې په جوماتونو کې ملا امامانو ته خلک راځي د خپل کور اضافي وسایل ورسپاري چې مجبورو ته ورسول شي.

له بغلان سره دغه ټولنیز پیوستون تر دې حده عالي او د ستاینې دی چې په شور کې د بغلان له شهیدانو او کورنیو سره د  ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستې ځانګړې غږ هم یو څه خپ یا که ووایو بې ارزښته و، ځکه د دې سازمان څېره په دې وروستیو کې له بشري ناورینونو سره د خپلې ښکېلتیا یا چوپتیا په سبب پیکه شوې ده.

موږ ډېر شتمن یوو، تر ټولو ستره شتمني مو پر ځان باور دی، همدا باور او د خواخوږۍ حس مو نورو ته له لاس نیوي او مجبورۍ ژغوري. دا خوږه تجربه له پاکستان څخه په زور د را اېستل شويو کډوالو د لاسنیوي په کمپاین کې هم څرګنده شوه چې د مرستو ستره برخه خپله کورنیو سرچینو او د ولسونو مالي ملاتړ چمتو کړه. زما د شعر یو بیت دی:

دلته کلونه وروسته زړونه پیوندونه اخلي

ځکه پیکه زموږ په منځ کې د نړۍ تصویر دی

له بغلان سره د هېوادوالو، شخصیتونو او بنسټونو پراخه مرستې، د مشرانو سفرونه او رسنیز پوښښ موږ ته ګڼ درسونه راکولی شي او تر ټولو مهم یې پر خپل ځان تکیه او نورو ته د محتاجۍ له شرم څخه ځان را ټولول دي چې دا په حقیقت کې زموږ د افغاني غرور او شملې د اوچتوالي سبب ګرځي.

تر څو چې زموږ تر منځ د خواخوږۍ، غم شریکۍ او درد شریکولو حس پیاوړی نه شي، ولسونه په ټولنیز پیوستون ونه تړل شي، بیرونۍ مرستې او د WFP رنگینې لارۍ موږ له مجبورۍ او احتیاج څخه نه شي ژغورلی.

ډېر د خوښۍ ځای دی چې بغلان ته د هراتیانو او هراتیانو ته له بامیانو، بدخشان او کابل څخه اړمنو ته ولسي مرستې رسېږي او د همدې وروستیو څو پېښو تر شو که دقیق وکتل شي، ولسي پیوستون او  ټولنیز حس پیاوړی شوی او د پردیتوب میکروب د خلکو د نېکې ارادې په درملو وژل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button