سرمقالې

ټولو دیني، سیاسي اوټولنیزو مخورو اشخاصو سره اړیکې ضروري دي!

تېره ورځ کابل ته د مولانا فضل الرحمن اومل پلاوي په راتګ ډول ډول تبصرې روانې دي. بې له شکه دا د هر چا خپل خپل نظر دی خو هغه څه چې موږ یې له خپل ځاني فکر او ذوق ورهاخوا د تېر تاریخ په رڼا کې د خپل هېواد،ملت او نظام په ګټه بولو، دا دي چې له پاکستان سره په خپلو اړیکو کې موږ باید څوټکي ډېر په جدي ډول یاد وساتو اومراعات یې کړو: لومړی دا چې موږ پاکستان سر ډېر اوږده (2640) کیلو متره پوله او له لسګونو خواو دیني، تاریخي، کلتوري اړیکو سر بېره بحرته نسبت له بل هر لوري د نږدې لارې اړتیا هم لرو. دویمه مهمه نکته دا چې له بده مرغه پاکستان شپږ اویا کاله مخکې د انګریزانو له خوا زموږ د هېواد پر هغه برخه هم واکمن ګرځول شوی چې همدغو انګریزانو څوکاله مخکې په وچ زور زموږ له هېواده لاندې کړې وه. مطلب د انګریزانو همدا شیطاني مقصد و چې دغه دواړه هېوادونه د تل لپاره د یادې ټوټې ځمکې په سر خپلو کې سره وران او په لانجو اخته وي لکه چې همدا پاکستان یې له هند سره هم په ورته لانجه کې ښکېل کړ او تراوسه یې لا دښمني روانه ده. دریمه خبره دا چې بیا هم په ډېر افسوس او سره له دې چې وایي پاکستان د مسلمانانو لپاره د یو خپلواک هېواد په نامه منځ ته راغلی خو حقیقت دادی چې ان له هماغې اولې ورځې راهیسې بیا تر ننه په کامله توګه دهماغو انګریزانو تر کاملې سلطې لاندې دی او دا حقیقت موږ ته ایله هغه مهال ښه څرګند شو چې په (2001) میلادي کال یې د افغانستان پر خلاف صلیبی یرغل سره بشپړه مرسته وکړه او خپلې هوایي اډې، ځمکني پوځي مراکز او د انتقالاتو ټولې لارې او بندرونه یې کاملاً د دوی خدمت ته ورکړل. خونه یوازې دا بلکې د صلیبي لښکرو تر وتلو وروسته بیا تر ننه لاهم د پاکستان

له فضایي ساحې زموږ هېوادته د دښمن الوتکې راځي او ګزمي کوي. ښکاره ده چې دا ډول جدي مسایل په ډېره توده او سکنۍ وروري کې هم بې محاسبې نه شي پاتېدی او حتماً ښه ژور بحثونه غواړي.
په همدې اساس د افغانانو هر حکومت د خپلو خلکو له شرمه هم دغه ډول موضوعات له پامه نه شي غورځولی. همدا وجه ده چې ان د ظاهر شاه له زمانې راهیسې بیا تر ننه زموږ هر نظام او حکومت مجبوراً د پاکستان له زیاترو سیاستوالو سره څه ناڅه اړیکې ساتلې دي. البته په دې لړ کې بیا د پښتونخوا او بلوچستان مشرانوته ځانګړې توجه شوې او د یادو سیمو ټول دیني، سیاسي او ټولنیز شخصیتونه وخت پر وخت کابل ته رابلل شوي، نازول شوي، لونګی او خلعت ورکړی شوی او بېلابېلو ولایاتو کې یې ان په جایدادونو پاللي دي. بناء پردې دا وخت موږ هم د خپل هېواد د بقا، سالمیت او ملي ګتو په خاطر مجبور یو د هماغو تاریخي تجربو په رڼا کې همدغه ډول چلند د خپلې بهرنۍ پالیسۍ یو مهم ځپرکی وګرځوو. کنه تاسې فکر وکړئ د اسلام آباد له واکمنو سره پرته له همدې چلنده موږ سره کومه بله وسله شته؟ بیا هم په هر صورت سره له دې چې د پورتنیو سیاسي اختلافاتو حل کول دا وخت بالکل زموږ په وس کې نشته خو که د همدغو ولسي اړیکو له لارې دواړه هېوادونه دومره وکړی شي چې خپلې اقتصادي ګټې له سیاسي هغو رابېلې او یوه ځانګړې لار ورته جوړه کاندي، همدا به د دواړو هېوادونو لپاره تر ټولو اسانه حل او د پراخو اقتصادي ګټو لاس ته راوړو یوه ډېره لویه دروازه پرانیزي. هیله ده همدا تګلاره مو د بریا تر پړاوه ورسوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *