افغانستان

ټولې دولتي ادارې مکلفې دي چې کورني توليدات وکاروي

د اسلامي امارت مشر په خپل تازه فرمان کې ویلي : وزارتونه او امارتي ادارې مکلفي دي چې د کورنیو صنایعو د ودې لپاره له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي
په دغه فرمان کې چې د ذبیح الله مجاهد پر ټوېټرپاڼه خپور شوی، راغلي چې وزارتونه او اړوندې امارتي ادارې باید په ټولو بندرونو، عبوري نقطو او لویو لارو کې سوداګرو ته هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړي.په فرمان کې دغه راز ټول مسوولین مکلف شوي چې د خصوصي سکتور له فعالانو سره ښه چلند او د اداري کارونو له ځنډولو یې ډډه وکړي.دا فرمان په داسې حال کې خپریږي، چې اسلامي امارت تل په کور دننه او بهر پانګوالو ته د هر ډول لازمو اسانتیاو ډاډ ورکړی
دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *