نړۍ

پاپوا نیوګيني کې د ځمکې ښوېیدنې تلفات له ۲۰۰۰ لوړ شوي

په پاپوانیوګیني هېواد کې د تېرې جمعې ځمکښویېدنې  پېښې  د قربانیانو شمېر ۲۰۰۰ تنو ته رسېدلی دی.

د پاپوا نيو ګيني د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې ویلي چې دې ځمکښویېدنې ګڼې ویجاړۍ رامنځته کړي او سلګونه استوګنیز کورونه یې لاندې کړي دي.

دغه ځمکه ښویدنه د تېرې جمعې سهار وختي د پاپوانیوګينی د اینګا ایالت په مربوطاتو کې داسې مهال شوې چې ډېری خلک ویده و.

په دغه پېښه کې یو کلی تر خاورو لاندې شوی.

 پاپوا نيو ګيني آرام سمندر کې استراليا ته نژدې پروت جزيره یې هيواد دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button