نړۍ

پاکستان بيا پور ته مخه کړې!!!

د پاکستان د مالي وزیر محمد اورنګزیب ویلي، پلان لري چې د پیسو نړیوال صندوق څخه نور پور هم واخلي.
محمد اورنګزیب په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې په اپرېل میاشت کې به د یاد بانک له چارواکو سره وګوري او هڅه کوي چې د پور له تر لاسه کولو سره د هېواد اقتصادي ثبات وساتي.
نوموړي دا نه ده روښانه کړې چې څومره پور به تر لاسه کړي، خو راپورونه وايي چې ښايي نوموړی به له یاد صندوق څخه اته میلیارده ډالره پور وغواړي.دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې اوسمهال د پاکستان اقتصادي وضعیت تر بل هر وخت ډېر خراب دی.د راپورنو پر اساس؛ په دغه هېواد کې د انفلاسیون کچه ۴۰ فیصدو ته پورته ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *