افغانستان

پاکستان ته بې کیفیته خوراکي توکي بیرته مسترد شول

د خوړو او درملو ملي ادارې پاکستان ته د څه باندې ۲ زره کارتنه د ماشومانو بې کیفیته خوراکي توکو د مسترد کولو خبر ورکړی دی. یادې ادارې پر خپله اکس پاڼه ليکلي، چې (په خوست ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمریت له لوري شاوخوا ۲۰۹۸ کارتنه د ماشومانو شېرني او ژاولې د کیفیت د ارزولو وروسته، چې پایله یې منفي وه بېرته پاکستان هېواد ته مسترد کړي.)
سرچینې زیاته کړې، چې یاد توکي تر هغه وروسته بېرته پاکستان ته مسترد کړای شول، چې نمونه یې په مرکزي لابراتور کې منفي را ووته.
د خوړو او درملو ملي ادارې همدارنګه ویلي، چې تر دې وړاندې یې هم زرګونه کارتنه بې کیفیته خوراکي توکي بېرته پاکستان ته مسترد کړي وو. هېره دې نه وي، چې تر دې وړاندې خوست مېشتو شکایت کړی وو، چې له پاکستان څخه یو شمېر را وارد شویو بې کیفیته خوراکي توکو یې د ماشومانو په روغتیايي وضعیت ناوړه اغیزه کړې او باید مخه یې ونیول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *