افغانستان

پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخنیوی وشو

د تورخم ګمرک کارکوونکو د یو شمېر نظامي تجهیزاتو له قاچاق څخه مخنیوی وکړ ۱/۲ د تورخم ګمرک د تشرېح برخي کارکوونکو د کریم عابد شرکت اړوند په یوې سوداګریزه محموله کي، چي سيمينټ پکښي بار ول (۱۰) میله بېلابېل ډوله تفانچې، (۲۱) عدده شاجورونه او یو عدد کنداغ، چي په ډېر مهارت سره ځای پر ځای سوي ول او قاچاقچیانو غوښتل، چي له ګاونډي هېواد څخه ئې افغانستان ته راوړي، کشف او ونیول سوه. د یادوني وړ ده، چي اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د ممنوعه او قاچاقي توکو څخه په جدي توګه څارنه کېږي او چاته اجازه نه ورکول کېږي، چي یاد توکي صادر او یا وارد کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button