افغانستاناقتصاد او رغونه

پاکستان ته د کندهار له لارې د ترکمنستان ګازو صادرات پيل شول

د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، چې د کندهار له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو صادرات پيل شول.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس محمد یونس مهمند د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو انتقال د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام یاد کړ.
نوموړي زیاته کړه، چې مخکې د ایران له لارې پاکستان ته ګاز انتقالېدل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان د ټرانزیټ له اړخه امن شوی، نو ځکه له دې ادرسه په لويه کچه صادرات ترسره کېږي.
ورته مهال د کندهار د ګمرک رئیس مولوي محمد حامد احمد وویل، چې په ۱۴۰۰ کال کې د افغانستان له لارې ۲۲ زره ۸۹۱ محمولې ترانزیت منځنۍ آسیا او نورو هېوادونو ته شوي وو، چې په ۱۴۰۱ کال کې د ترانزیټ د محمولو شمېر ۵۳زره ۶۷۹ ته ورسېد.
مولوي احمد ډاډ ورکړ، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ګازو په صاداراتو کې به هېڅ ډول خنډ او ځنډ رانه شي.
د مراسمو په پای کې ۵۰ محمولې ګاز، چې له ترکمنستان څخه کندهار ته رارسېدلي وو، د سپین بولدک له لارې پاکستان ته ولېږدول شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *