
نړۍ
پاکستان د ناقانونه افغان کډوالو لپاره نوې پالیسي اعلانوي
د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي د هغو افغانانو د نیولو لپاره چې په ناقانونه توګه پاکستان ته ننوځي یوه اغېزناکه پالیسي تر لاس لاندې لري. کاکړ په یوې خبري غونډه کې پاکستاني رسنیو ته څرګنده کړې چې په دغې پالیسۍ کې اسناد لرونکي او له اسنادو پرته افغانان او هغه کسان چې جعلي هویت او یا له پېژندګلوۍ سره یې اسناد جوړ کړي وي شاملېږي. نومړي زیاته کړې چې له دغې پالیسۍ سره هغه افغانان چې په ناقانونه توګه پاکستان ته داخلېږي له پولې به واړول شي.