مقالی اوتبصرې

پاکستان د IMF په جال کې…!

د. عبدالحی قانت
د پاکستان پارلمان پرون د مالیې وزیر د IMF وړاندې کړي شرایط رد کړل. راروانه دوشنه ۵ بجې د پاکستان پارلمان په دې اړه بله ناسته راغوښتې چې په همدې موضوع بحث ته ادامه ورکړي.
پاکستان له څه وخت راهیسې د اقتصادي سقوط له حالت سره مخ دی. دا مهال ټول کوشش دا دی چې دوی څنګه خپل ځان د سقوط له حالت څخه وژغوري. که د پاکستان سیاسیون په دې کامیاب شي چې د سقوط له حالت څخه ځان وژغوري دا به لنډ مهاله حل وي.
‏به اوږد مهال کې بیا هم تر یوې لسیزې د پاکستان په اقتصادي حالت کې د څه خاص پېشرفت کوم څرک نه لیدل کېږي. پاکستان په اقتصادي پالیسیو کې له ډېر وخته داسې تېروتنې کړي چې اوس یې بیرته سمول ښايي ډېر وخت ته اړتیا ولري.
پاکستان ۸۰ میلیارده ډالر پوروړی دی چې باید تر ۲۰۲۶م پورې یې ورکړي. دوی باید هره میاشت لږ تر لږه ۳.۹ میلیارده ډالره پور ختم کړي. مشکل دا دی چې دوی پیسې نه لري، واردات یې له صادراتو زیات دي، د ډالر بسپنه یې کمه ده دا پورونه به له کومه ورکوي؟
د دې لپاره یواځې یوه لاره ده او هغه دا چې د سقوط نه بچ کېدو په خاطر ځان نور هم د قرض په سلېښو کې ډوب کړي.
آی اېم اف دوی سره وعده کړې چې پیسې ورکوي خو هغوی خپل شرایط لري. له ټولو لوی شرط یې دا دی چې پاکستانی حکومت باید په ۳۳ توکو ټکسونه زیات کړي.
‏د پارلمان په جلسه کې جنجال همدا دی چې په ټکسونو زیاتولو قیمتونه نور هم لوړېږي او حالت د خلکو له کنترول څخه اوځي. راروانه دوشنبه به مالومېږي چې د آی اېم اېف سره کړې ژمنې پاکستانیان له خپل پارلمان څخه پاس کوی شي که نه! آی اېم اېف دوی ته اول مارچ پورې وخت ورکړی. ‏بل اړخ ته د پیسو پړسوب زیات شوی، قیمتونه پورته تللي، وظیفې نشته او معاشات کم دي؛ په دې وخت کې که د آی اېم اېف ومنل شي د پاڅونونو امکانات هم شته ځکه حالت داسې حد ته رسېږي چې خلک ښايي چپ پاته نشي خو که حکومت دا نه کوي، بله لار هم ورسره نشته.دې ډیل سره به دوی ته ۱.۱ میلیارد ډالر آی اېم اېف ورکړي او ښايي څه نور پورونه سعودي، چین، امارات هم ورکړي چې دوی به وکولای شي د څو میاشتو پور پرې خلاص کړي.
نوو قرضونو سره به هغه ۸۰ میلیارده ډالره پور نور هم پورته ځي چې خلاصولو لپاره یې کوم خاص پلان په نظر نه راځي.
اقتصاد دغسې اوږد مهاله جنجالونه لري؛ مونږ باید هر څه تېر کړو خو د پور په جنجال هېڅکله ځان اخته نه کړو. سریلنکا، اوس پاکستان، راروان لبنان، تونس او مصر زمونږ لپاره درسونه لري.
افغان حکومت باید په صادراتو لوړولو کار وکړي، داخلي سر چینې ښه استفاده کړي، اقتصادي منابع لا متنوعې کړي، د لنډ مهاله خوشحالۍ لپاره د اوس وخت په شان له پور ډډه وکړي او په اوږد مهال کې زمونږ د یو خپلواک او ځان بسیا وطن ارمان راپوره کړي.
خدای دې ګران وطن له بد نظره وساتي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *