سرمقالې

پاکستان ولې خپلې ستونزې پر موږ را تپي؟

د اسلامی امارت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد تېره ورځ یو ځل بیا پر پاکستاني سیاست والو غږ کړی چې هغوی باید د افغانستان پر خلاف له بې اساسه تورونو لګولو ډډه وکړي. په دې کې شک نشته چې هر ګاونډی له خپل ګاونډي سره مجبوراً زښته ډېرې اړیکې لري او هېڅکله نه شي کولی هغه ټولې اړیکې غوځې کړي. بناءً نو که خپلو کې یو پر بل ښه باور، ملګرتیا او دوستي ولري، دواړه به خورا زیات ګټیالي او که سره بد شي، دواړه به زښته ډېر زیانمن شي. په تېره بیا کله چې د افغانستان او پاکستان په شان څه د پاسه دوه نیم زره کیلو متره اوږده پوله او لسګونه تاریخي، قومي، مذهبي، کلتوري او د اوبو په شمول ګڼ جغرافیوي مشترکات هم ولري. طبیعي ده چې دا ډول هېوادونه بیا له یو بل نه انتهایي زیات غېزمن کېدای شي،خو سره له دې چې که د مثال په ډول سمندر ته زموږ تر ټولو لنډه لاره له پاکستانه تیرېږي او دا زموږ شدیده اړتیا ده، همدغسې پاکستان هم د منځنۍ اسیا د انرژۍ زېرمو ته یوازې د افغانستان په خاوره کې لنډه لاره لري او ترڅنګ یې د ژوندیو ډېر مهم توکي او به هم زموږ له هېواده ور بهېږي،خو له بده مرغه پاکستاني چارواکي دا هرڅه نالیدلي ګڼي او تل په دې هڅه کې وي چې افغانستان کاواکه او له پرېشانۍ سره مخ وي. موږ باوري یو چې یوازنی لامل یې دادی چې دوی فکر کوي د خپلې دفاع غوره صورت تعرض دی. په دې معنا چې هغوی دې پر خپل ګاونډي هم د خولې ګوزارونه کوي، هم به کله کله لاس اچوي او هم به موږ کې د خپلو ګټو لپاره یو ټولی اجیران پیدا کوي، روزي او پالي به یې. په دې توګه به یې د خپل ولس پام غلط کړی وي او هم به یې د کورنیو ستونزو څه ناڅه مخنیوی کړی وي. موږ وینو چې پاکستان له موږ سره تل همدغه سیاست لوبولی، زښته ډېرې تجارتي ګټې یې له پامه غورځولې او د خپل مرکزي نظام سترې موخې یې تعقیب کړې دي. دا چې د پاکستان روان چلند به اخر څومره مثبت یا منفي انجام ولري، راتلونکې به یې ځواب وایي،خو تر څنګ یې دا واقعیت هم پر خپل ځای دی چې که د دوی سوسیالیست بوټو زموږ اسلامپالي په غېږ کې نیولي او د داود خان پر خلاف لمسولی شي یا مو د یو اسلامي امارت مخالفینو ته ځای ورکولی شي، موږ ته هم تر دوی لا ډېر زیات دغه ډول چانسونه او مواقع په لاس راتلی او ښه یې کارولی شو. خو پرته له شکه چې دا ډول ګاونډیتوب به دواړو هېوادونو ته خورا زیات مشکلات او زیانونه راوړي او بیا به هم ګټه یوازې او یوازې د اسلام او مسلمانانو د ختیځو او لوېدیځو دښمنانو وي. هغه دښمنان چې تر موږ لازیات د پاکستان مسلمانانو ته په کمین کې ناست دي. لنډه دا چې که د پاکستان سر کاري چارواکي او نور سیاستوال د خپل دغه ډول سیاسي چلند پر زیانونو فکر وکړي، د دواړو هېوادونو ګردې اسلامي نړۍ لپاره به لوی خیر وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *