افغانستان

پاکستان څخه په ۲۴ ساعتونو کې له ۵۰ زرو زيات افغانان راستانه شوي

تورخم کې د راستنېدونکو افغانانو د تثبيت او ښه راغلاست کمېټې د آمريت د راپور پر بنسټ د جمعې شپې له نيمايي څخه د شنبې تر سهاره پورې چې د لړم د میاشتې له ۱۳ مې نېټې سره برابره ده، ۵۶ زره او ۸۷۲ تنه افغانان هېواد ته راستانه شوي. د يادې کمېټې راپور زیاتوي، چې دغه افغانان ۷ زره او ۱۰۹ کورنۍ کېږي، چې په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي او د راستنېدونکو د تثبيت او ښه راغلاست کمېټه کې تر نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *