لیکنېمقالی اوتبصرې

پاکستان څرنګه د افغان کډوالو د راويستلو لړۍ توجيه کوي؟

د پاکستان لنډمهالي حکومت د افغان کډوالو د رايستلو لړۍ پراخه کړې ده، د پاکستان تازه هڅې دا دي، چې پوځيان او نظاميان يې اوس کور په کور ګرځي او د افغان کډوالو د ايستلو بهير پراخوي،تر دې دمه د افغان کډوالو د ايستلو په اړه د پاکستان دغه غير اسلامي او غير انساني پاليسۍ په اړه سخت حساسيتونه را پورته شوي دي او په نړيواله کچه ټولو د دې لړۍ د بندولو وړانديز کړی دی، خو پاکستان خپله منلې او په دې اړه يې خپلې دې غير انساني پاليسۍ ته زور ورکړی دی.
د بلوچستان چارواکو هم اعلام کړی، چې په شپږو اوونيو کې به د ټولو افغان کډوالو د ايستلو مهالوېش اعلام کړي، خو د نړيوالو بنسټونو او د بشري حقونو د سازمانونو له لوري هم دغه مهالوېش له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی،ځکه د افغان کډوالو په زور ايستل غير قانوني عمل دی، له پاکستانه د افغان کډوالو د ايستلو دغه تازه اعلام داسې مهال شوی، چې همدا اوس لکونه کډوال افغانستان ته را اوښتي او د هغوی ژوند له سختو ګواښونو سره مخ دی.
خو له بده مرغه د بلوچستان ايالت د اطلاعاتو وزير جان محمد اڅکزي وېيلي، د بې‌اسناده افغان کډوالو د ايستلو بهير به د راتلونکي کال تر جنورۍ پورې پای ته ورسېږي او له هغه وروسته به اسناد لرونکو افغان کډوالو د اېستلو مهالوېش اعلام کړي.
اڅکزي خبري غونډې ته دا هم ويلي، چې ترهګر د افغانستان په خاوره کې پر پاکستان د بريدونو پلانونه جوړوي، په داسې حال کې چې هېڅ افغان ترهګر نه دی او نه په ترهګريزو بريدونو کې لاس لري، که پاکستان دا خوب ليدلی وي، چې يو ځل بيا به د ترهګرۍ په پلمه د افغانانو په سر ډالري کڅوړې تر لاسه کړي، هېڅ امکان نه لري، ځکه افغانستان د تېرو کلونو په شان بې سرپرسته هېواد نه دی، چې هر چا به د افغانانو په سر لوبې کولې، بلکې اوس يې ورځنۍ چارې په کلک عزم او ټينګه اراده ترسره کېږي او مسئول چارواکي يې هېچا ته د دې اجازه نه ورکوي، چې هر څه له بهره پر دوی وتپي!
د پاکستان هغه ادعاوې له حقيقته لرې دي، چې ګواکي کډوال د پاکستان د ناامنيو په پېښو کې لاس لري،افغان کډوال د پاکستان په ناامنيو کې هېڅ رول نه لري، په تېرو ۴۵ کلونو کې چې افغان کډوالو هلته ژوند کړی، د هغه هېواد قوانين يې مراعت کړي او ارزښتونو ته يې درناوی کړی.
پاکستان تل د دې په لټه کې دی،چې د افغانستان له خلکو سره ښې اړيکې او ښه ګاونډيتوب له ‌منځه يوسي، تل يې د افغانستان د خلکو له سياسي او ټولنيزو مجبوريتونو او ستونزو ناوړه ګټه پورته کړې او د سياسي او اقتصادي فشارونو په راوړلو سره غواړي،چې د افغانستان له لارې خپلو شومې غوښتنې او موخې تر لاسه کړي.له افغانستان سره د پاکستان لسيزو مخالفت اصلي موخه داده،چې اسلام آباد د کابل په بې ثباته کېدو کې خپلې ګټې ګوري او دا يې د افغانستان پر وړاندې د بهرني سياست د ستراتيژۍ ژوروالي دی، پاکستاني چارواکي هېڅکله هم په افغانستان ځواکمن ، خپلواک او مرکزي نظام نه شي زغملی او له بېلا بېلو لارو ورته ستونزې او پلمې جوړوي.چې ترټولو مهمه بېلګه يې په اوسنيو شرایطو کې دافغان کډوالو راایستل دي،خو اسلامی امارت افغان کډوالو ته يې په ورين تندي خپله غېږه خلاصه کړې او منلو ته يې پوره چمتووالی لري، ځکه راستانه شوي افغان کډوال هغه ځواکمنه بشري قوه ده،چې ګڼ شمېر يې په بېلابېلو برخو کې د دې وړتياوې او مهارتونه لري،چې د هېواد په بيارغونه او نورو برخو کې اغېزمن تمام شي.
اسلامي امارت کولی شي،چې د دغو ځوانانو له ځواک او له انرژۍ استفاده وکړي ځکه په راتلونکې کې په افغانستان کې ځينې پرمختيايي پروژې پيلېږي،نو دا ستره بشري قوه بايد دلته پر کار بوخت شي. دوهمه ډله داسې خلک هم په کې موجود دي،چې هغوی پانګه لري، هغوی کلونه کلونه په پاکستان کې پانګونه کړې او په اوسني حساس وخت کې ولی شي هغه پانګه خپل ټاټوبي ته را انتقال کړي چې د اقتصاد په پیاوړتیا او بې روزګارو ځوانانوته به دکارښه زمینه برابره شي.
پاکستاني چارواکو د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان له خلکو سره له کېنې او دښمنۍ کار اخيستی دی، په ټولو قضاياوو کې په افغانستان کې د يوه کمزوري دولت غوښتونکی دی. دلته د هېڅ ډول مرکزي قوي دولت د جوړښت او يا هم د پايو ټينګښت زغم نه لري. د دې ترڅنګ پاکستانۍ ادارې د تاريخ په اوږدو کې د بشري حقوقو نقض کړی،پاکستان کې اصلاً د بشر حقونو څرک نه لېدل کېږي.
همدغه پاکستان په ۷۵ کلن تاريخ کې تل کمزوری، پاشلی او وېشلی افغانستان غوښتی او اوس هم د تېرو کلونو په شان په خوبونو کې ډوب دی، همدا اوس موږ وينو،چې پاکستان د کډوالۍ ټولو نړيوالو قوانينو خلاف د افغان کډوالو اېستلو لړۍ پيل کړې،چې دغه کار يې د بشر حقونو نړيوالو ادارو او افغان حکومت له لوري غندلی شوی،خو بيا هم پر خپلې پريکړې ټينګ ولاړ دی، نو له ورايه ښکاري، چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې د خپلو ګټو لپاره هېڅ ډول بشري حقونو او نورو نړيوالو قوانينو ته ژمن نه دی!
او تل یې نړیوال منل شوي نورمونه اوقوانین ترپښو لاندې کړي!

راشد آرين

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *