افغانستان

پاکستان کې د بې اسنادو کډوالو د اوسېدو موده تر مارچ میاشتې وغنځېده

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پنجاب صوبایي حکومت په پاکستان کې د مېشتو بې اسناده کډوالو په اړه مهمه پرېکړه کړې ده. د جیو نیوز د سرچينو له مخې، صوبایي حکومت د ١٣ لکه بې اسناده کډوالو د اوسېدو مودې د غځولو منظوري ورکړې ده. سرچينې زياته کړې، چې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د ٢٠۲٤ کال تر مارچ میاشتې پورې غځول شوې ده. د سرچينې په وينا، پاکستان د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د افغان حکومت په غوښتنه غځولې ده. خو ورته مهال ځینو نورو پاکستاني رسنیو بیا راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۲مې نیټې له پاکستانه د بېرته ستنو شویو بې اسناده افغان کډوالو شمېر ۴۸۱۲۵۶ ته رسېدلی او دغه لړۍ لاهم روانه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *