نړۍ

پاکستان کې وسله وال برید شوی

پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړی، چې د پېښور مچني ګېټ سیمه کې د پولیسو پر مرکز د وسلوالو کسانو برید کې دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپی شوی دی.
ځینو نورو رسنیو بیا ویلي، چې برید د پولیسو پر مرکز نه؛ بلکې د ګزمې پر موټر شوی دی.
د برید د مسولیت او د قیق وخت په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي. پولیسو ویلي، چې د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره عملیات پیل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *