مقالی اوتبصرې

پرته له مبالغې وایم

محمد عبد العلي ترابي

نن مو پام د الله جل جلاله هغې سترې پیرزوینې ته راګرځوم چې د څو لسیزو وروسته د بې شمېره قربانیو، زخمونو ،بندي خانو، هجرتونو او د راز راز کړاوونو په بدل تر موږ را رسیدلې ده .

هو !  استقلال او ازادي یادوم ؛ چې تر سیوري لاندې یې ما او تا په سکون او ارام سره د ژوند قیمتي چارې پر مخ وړو،  دا خبره هر چاته معلومه ده چې په دنیا کې د دوو څیزونو لپاره انسانان ستونزې او ستړیاوې په ځان باندې په خوښۍ سره ګالي او په ورین تندي یې قبلوي.لومړی:  د ارزښتمن څېز د لاسته راوړلو په پار ستړیا او زحمت ګالي او ورته د رسېدلو لپاره کوټلي قدمونه اخلي.

دوهم:  له کوم څېز سره یې چې شوق، رغبت، مینه او علاقه وي د هغه لاسته راوړلو لپاره ځغلنده لارې پرې کوي.نو که وګورو دا زموږ د نیکونو، پلرونو قربانۍ د همدې دوو هدفونو په محور را څرخي؛  معنا دا چې هغوی خپل ځانونه ، اهل وعیال، کورونه، مالونه او خپل خپلوان د دې لپاره قرباني کړي،چې زموږ اسلامي ټولنې ته اسلامي فکر راوړي، د ټولنې وګړي په یو اسلامي فکر سره راټول کړي.

بناءً جوته شوه چې زموږ د نیکونو او پلرونو سپېڅلې او پاکې وینې د اسلامي نظام د نفاذ په خاطر تویې شوې دې.

ولې…… ؟

ځکه چې د اسلامي نظام قیام او نفاذ ورته د هر څه ارزښتمن او عظیم وو، د همدې اسلامي نظام د قیام او نفاذ سره د هغوی ځانګړې علاقه او مینه وه.

هو !  دې خاورې د هر فرعون زور اوبه کړی. دلته انګرېز، چنګیز، روسي ښکېلاکګر او د ناټو پوځونو د اسلامي فکر د ورکولو په پلمه بې حسابه  ککرۍ خاورې کړي او بایللي دي؛  خو اسلامي فکر یې نه دی ورک کړی او بالمقابل د دې خاورې متدینو او باتورو بچیانو هر وخت ،په هر نامه، د هر طاغوت بدې ارادې په نطفه کې خنثی کړې دي.دلته شل کاله د نړۍ د سترو پوځونو سره د جنګ او قتال لامل همدا د اسلامي نظام قیام و،چې موږ یې د راوستلو لپاره مبارزه او دښمن بیا راسره مقابله کوله، چې بلاخره د حقې داعیې پاسبانانو بیا خپله وعده رښتیا کړه، او د څه لپاره یې چې د کفارو،  ملګرو او محیبینو سره مقاتله او جهاد کولو د بریا پړاو ته ورسېدل، په پای کې یې د افغانستان په پاکه خاوره  د بې شمېره قربانیو په بدل کې یو سوچه اسلامي نظام خپل مظلوم ولس ته ډالۍ کړ،  د دې راغلي اسلامي نظام قدر باید وکړو او دې نظام ته باید په سپکه ونه ګورو ، د دې نظام قدر هغه خلکو ته معلومېږي، چې د محارمو بې عزتي يې شوې وي ، لږ یا زیات رنځور او سانسور شوی وي او د حقه حقوقو څخه تر کلونو پورې بې برخې پاتې شوی وي.

د اسلامي نظام څخه دفاع له بشري ژوند سره وفا ده. د اسلامي نظام ساتنه زموږ ساتنه ده، موږ دې پر دنیا نه یو،خو دا ریښتینی،سپېڅلی او اسلامي نظام دې وي، ځکه چې په تاریخ کې چې چا د دیني ارزښتونو او اسلامي نظام درناوی کړی، الله کامیابه کړي ؛ خو چې چا د الله سپېڅلی نظام تر خپل ځان فوق او لوړ ګڼلی الله ذلیل، خوار او رسوا کړي لکه څنګه چې دغسې بدنامې څېرې موږ په دا دوو لسیزو کې مشاهده کړې. د اسلامي نظام قیام او نفاذ یو ټولمنونکی اصل دی، د برپایه کولو لپاره یې ولس او امارت پوره قربانۍ ورکړې، ځکه چې ټول په ګډه د اسلام پیروان دي او ژوند د اسلام تر رپانده بیرغ لاندې ازادي او حریت خوښوي؛ خو بېغوري،  بې عدالتي، اداري او اخلاقي فساد ، ، بد زباني، تکبر، عجب،  چل ول، بې اطاعتي، سیالي، عیاشي،  سمتي او ژبني اختلافات ،انډوالیزم، نه ژمنتیا او داسې نور شوم اعمال د دې نظام بنسټیزو ستنو ته زیاته ضربه رسوي، حتی چې بعضي اسلامي نظامونه او خلافتونه د دې شومو اعمالو له وجې څخه د مسلمانانو له لاسه وتلي او بیا تر ډېرو کړاوونو وروسته د زیاتو قربانیو په ورکولو سره د دې نعمت څښتنان شوي دي خو د غفلت له وجې څخه بیا د دې شومو اعمالو په کولو سره بیا له ورته صورت حال سره مخ شوي،  بیا یې هم درس نه دی اخیستی او بیا هم غافل ویده پاتې شوي؛  د الله جل جلاله په خاطر اې مسلمانانو / افغانانو  !!  د غفلت له دې پالتو او بې ګټې خوبه را پاڅئ !  او له هغه بدو او سپیرو کړنو نه لاس په سر شئ! چې د کومو له وجې اسلامي نظام نیستي کېږي ، باید د دې اسلامي نظام د دوام، استمرار او بقاء لپاره  کوټلي او ګړندي ګامونه واخلو تر څو دغه راغلی اسلامي نظام تر ډېره بریده د ژوند نه بیلېدونکې برخه وګرځوو.

اسلامي نظام د هر شهید د اخري سلګۍ پیغام:

د اسلامي نظام په خاطر ډېری کورونه بې سرپرسته د شنه اسمان لاندې شپې او ورځې سبا کوي ، خو نادره لا دا الله جل جلاله ورته داسې جمیل صبر نصیب کړي وي، چې د ټول عمر لپاره چاته احتیاج نه ښکاره کوي او استغنا کوي.اسلامي نظام د ټولو ابرو او عزت دی.اسلامي نظام د امنیت ضامن او د عدل سمبول دی.اسلامي نظام د وینو،  زخمونو،  بندخونو، هجرتونو،  ستونزو، کړاوونو په قلم لیکل شوې کرښه ده.اسلامي نظام موږ ته د ننګ،  غیرت،  حیا،  حسنه اخلاقو ، نیک تعامل، ریښتینې سیاست، سپېڅلي اقتصاد، د سرحداتو سل سلنه ساتنه، اطاعت  او امر بالمعروف نهي عن المنکر لارښوونه کوي.په ټوله کې اسلامي نظام ټوله د ټولنې او بشریت په خیر دی.د اسلامي نظام تګلاره، کړنلاره او پالیسي د دوست ،دښمن په وړاندې د اسلام په رڼا کې ټاکل کېږي؛  هېڅ بل اصل نلري.

د اسلامي نظام د بقاء او پایښت په ستره هیله.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button