بېلابېلې لیکنې

پرديپال د شرم په نوم څه پېژني!؟

زموږ د هېواد څخه تښتېدلي، پردېپال او د کفر په دسترخوان را لوی شوي ازلي بدبختان نن ورځ د خپلو اجدادو په رسم، رواج، کلتور او عنعناتو پورې خاندي، چې د اسلامي امارت مشران د نړۍ سره په تعامل نه پوهېږي او د دوی مشران چې کله خارج هېوادو ته ځي، نو په لونګۍ، څادر او چپړکو یا سکېچرز بوټونو کې ځي. نړیوال یې موږ پورې وخندول، اوس د څادر او لونګۍ وخت نه دی، باید ځان له نړیوالو سره برابر کړي.

زه همدغو پرديپالو او له غرب څخه متاثره شویو ته وایم، که دا لونګۍ، شملې او څادرونه د افغان قوم فرهنګ نه وي او د افغانانو نمایندګي و نه کړي، نو ستاسو خریلی مخونه او پردي لباسونه؛ خو یې والله که په یو کتاب هم وکړي. دا په پردي کلتور لوی شوي دې زموږ د اصیلو افغانانو، د رسول الله په وارثانو او د مجاهد ملت په رسم او رواج ملنډې نه وهي. زموږ تر شملو او لونګیو دې سرې کرښې نه تاووي، تر خپلو شنو مخونو او په نېکتایي کې تر خپه شویو غاړو دې تاوو کړي.

زه همدغو پردیپالو ته وایم، چې ستاسو د اخلاقي تعافن او مرداریو کارنامې خو تر اسمانه ورسېدې، تاسو په کوم جرأت د افغاني کلتور او لباس پورې تمسخر کوئ؟

لږ شرم وکړئ! په یاد به مو وي، چې ستاسو مشر حامد کرزی تاجکستان هېواد ته په رسمي سفر تللی و، د ارګ د امنیت مشر او ورسره ټیم یې په نیمه شپه د نایټ کلب په دروازو ننوتل او سهار ترینه د نایټ کلب په لباس او نشې په حالت کې رسمي غونډې ته خمار خمار روان وو.

د غرب څخه متاثره شویو ځوانانو! د افغانانو په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې فرهنګ او کلتور یې پر نړیوال سټېج تبارز کوي، که په تاسو کې لږ افغانیت هم پاتې وای، نو نن ورځ به مو د اسلامي امارت په مشرانو فخر کولای، خو ستاسو له کړنو او افعالو داسې ښکاري، چې په پوره معنی د افغانیت څخه خلاص او عاري یاست.تر خپل کلتور او سنت لباس جار شم، زموږ مشران سادګي او عاجزي تر دې مقامه رسولي دي. دا هغه ملنګان دي، چې د ټرمپ، بایډن او سکاټ مېلر غوندې کبرجن او مغرورسرونه ورته ټيټ شول.

که حکومت په سټایلونو، دریشیانو، نېکتایانو او پردي کلتور کېدای، نو تاسو به په یوولس(۱۱) ورځو کې تر امریکایي او خارجي کېمپونو نه رسېدای او په طیارو پسې به نه راځوړندېدای، خو تاسو د شرم په نو څه نه پېژنئ.

منیر فاروقي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button