سرمقالې

پردي پاله کړۍ قومي تعصبونه راپاروي

له کابله د پردیو او پردیپالو تر شړل کېدو او دلته د یو خپلواک مرکزي نظام جوړېدو وروسته د افغان ملت بدبخته دښمنانو یو پر بل پسې ډېرې هڅې وکړې څو له هرې ممکنې لارې چې وتوانیږي، د ولسونو ترمنځ بې باوري او بدګماني رامنځ ته او واکمن نظام ته څه ناڅه ستونزې ایجاد کړي، خو د لوی خدای جل جلا له ډېر ډېر شکرونه دي چې د هغوی ټولې دسیسې او دروغجن تبلیغات ژر ژر شنډیږي او اصلي واقعیتونه را څرګندیږي. په دې لړ کې د کینه کښو او پردیپالو کړیو یوه مهمه دسیسه د قومي تعصبونو پارونه ده چې په دې ورځو کې یې او د بهرنیو دښمنانو د تبلیغاتي ماشین پرمټ بیا زور ورکړي، خو حقیقت دادی چې زموږ په هېواد کې د دغو قومي متعصبینو بدنیتي پردیپالنه او اصلي ماهیت هر افغان وګړي ته د لمر په شان څرګند شوي باوري یو چې د هغوی ټولې نارې سورې یو مخ ناچله دي- وجه دا ده چې دوی خپل ټول زور او ځواک استعمال کړی او د پرچمیانو له زمانې تر اوسه یې افغانانو ته هیڅ خیرنه دی رسولی، تردې چې ګران هېواد ته د شوروي ځواکونو را بلل، د هغوی ترڅنګ درېدل او د افغانانو په عام وژنه کې د هغوی مرسته کول یې هم د همدې قومي تعصب پر بنسټ او همدارنګه بل وار د صلیبیانو دروازې ټکول، رابلل او ترشلو کلونو د یرغلګرو لښکرو هر اړخیز ملاتړ هم پر همدې احساس- مطلب دا چې له تېرو څه باندې څلورو لسیزو را په دې خوا د یادو قومي ملېشو پردیپالنه او دغه راز د لس کلونو کورنیو جګړو پر مهال د هغوی نادودې څه د لرې پخوا زمانې کیسه نه ده بلکې همدا نن لاټول هغه نسل ژوندی او موجود دی چې د یاد وګړیو ټول وحشتونه یې په خپلو سترګو لیدلي او ترې زیانمن شوي هم دي. پر دې اساس دا وخت د افغان ولس غوڅ اکثریت په خورا صراحت یادو متعصیبنو ته خبرداری ورکوي چې نور دې له دغه ناوړه کرکجن او ناچله شعارو تېر شي، دوی خپل ټول زور استعمال کړی، یو ځل یې نیمه ختیځه نړۍ او بل واریې نیمه لویدیځه نړۍ د دې هېواد په ورانولو او مؤمنو پرګنو په وژلو او ځورولو کې ستومانه کړې او نور ورته په نړۍ کې داسې کوم ملګری نه ی پاتې چې د هغوی د لښکرو پرمټ یو ځل بیا د کابل پر تخت کېنول شي، نو ښه به داوي چې د هېواد تجزیه کولو، د قومونو جنګولو او د خپل قاطع اکثریت خلکو د هیلو پر خلاف له نارو سورو تېر او یوازې له هغو لارو د ملت په زړونو کې ځای پیدا کړي چې عام ولس ته امنیت، سوکالي او پرمختګ راجلبولی شي- لنډه دا چې که څوک له څه ناڅه سلیم عقله برخمن وي، باید نور د شمال او جنوب یا پلاني او بستاني قوم د محدود وګټو پرځای د لروبر هېواد او ټول ملت د سوکالۍ او پرمختګ پرموضوع فکر او کار وکړي، ځکه په دې توګه ټول هېواد ودانیږي او ټول وګړي او ملتونه سوکالي او خوشالي ترلاسه کولی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *