افغانستان

پروان کې د غصب شویو ځمکو په پار غونډه وشوه

پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.د دغو هلو ځلو په دوام یاد تخنیکي پلاوی د خپلو کړنو په ترڅ کې د بګرام ولسوالی د صیاد سیمې ته د سفر په ترڅ کې ددې سیمې ۸۵ کدستري قطعې، چې نږدې ۸۰ جریبه مساحت لري وڅېړل او ترڅنګ یې ۱۵۰ هټیو او ۳۰ کورونو ته یې هم استعلامونه ورکړل.باید وویل شي، چې د پروان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *