افغانستاناقتصاد او رغونه

پروان کې د غنمو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

د پروان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین د غنمو په حاصلاتو کې له ۱۰ سلنې زیاتوالي خبر ورکوي.
د پروان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ر‌ئیس مولوي محمد رحیم نعماني وویل، چې په دغه ولایت کې تېر کال له ۲۶ زره ۸۷۰ هکتاره ځمکې څخه ۹۴ زره ۶۲.۵ ټنه غنم ترلاسه شوي وو، چې په ۱۴۰۲ کال کې په څه باندې ۲۶ زره ۹۰۰ هکتاره ځمکه کې غنم کرل شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
د پروان ولايت د کرنې رئيس څرګنده کړه چې یاد ریاست د همکارو موسسو په همکارۍ ٣٣٩.٣٦ مټريک ټنه اصلاح شوي غنم له کيمياوي سرې سره پر۶ زره ۷۳۱ ټنه کروندګرو وېشلي او هڅه کوي چې د دغه ولايت د اقتصاد د ودې او بسیاینې لپاره د کروندګرو ملاتړ وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *