افغانستاناقتصاد او رغونه

پروان کې د ٣.۵ ميليونو افغانيو په لګښت یو جــامع جــومات جــوړ شو

د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې د ٣.۵ ميليونو افغانيو په لګښت یو جامع جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه جومات د جبل السراج ولسوالۍ په قاسم خېلو کلي په ٤٠٠ متر مربع ځمکه کې د خلکو په شخصي لګښت جوړ شوی، چې په یوه وخت کې د ٦٠٠ لمونځ کوونکو وړتیا لري.
د دغه جومات د پرانیستلو پرمهال د سيمی اوسېدونکو د ارشاد، حج اوقافو ریاست څخه غوښتنه وکړه، چې د دغه جومات په ګډون یو شمېر جوماتونه رسمي ثبت کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *