افغانستان

پروان کې سلګونه مرغان خوشي شول

د پروان د چاپېريال ساتنې رياست وايي، سلګونه بېلابېل مرغان، چې د ښکاریانو له خوا په ناقانونه توګه نيول شوي، بېرته آزادې فضا ته خوشي شوي دي.

د ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پروان د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولینو د مهاجرو مرغانو د نړیوالې ورځې او د مرغانو او وحشي حیواناتو د ښکار د مخنیوي په مناسبت د چاریکارو د مرغانو له بازار څخه لیدنه کړې ده.

وايي، د دغه ولایت په ښار او بېلابېلو سيمو کې سلګونه بېلابېل مرغان آزادې فضا ته خوشي شوي دي.

په ورته وخت کې د پروان چارواکو د دغه ولایت له اوسېدونکو غوښتي چې د مرغانو له ښکار او نیولو دې ډډه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button