لیکنېمقالی اوتبصرې

پر اسلامي هېوادونو حملې او یرغلونه

د فلسطین ستونزه خو آن د سلطان عبدالحمید زمانې ته رسېږي، یوه ډله یهودیان ورته راغلل او د فلسطیني ځمکو د اخیستلو خبره یې ورته وکړه، ولې ستر سلطان د هغوی غوښتنه په کلکو ټکو رد کړه، خو کله چې لومړۍ نړیواله جګړه ونښتله او د مخالفینو له خوا عثماني خلافت نسکور شو، د کفارو په دسیسو واړه هېوادونه تشکیل او په ترکیه کې اتاترک حاکم شو. فلسطین د انګلستان لاس ته ورغی او په ۱۹۴۷ز کې ملګرو ملتونو د دوو هېوادونو په اړه قراداد منظور او ۱۹۴۸ز کې فلسطین یهودو ته ورسپارل شو، لږ وروسته د امریکا له لوري د یهودي/صهیوني دولت په توګه وپېژندل شو. ورپسې نورو کفري هېوادونو د هغوی لاره تعقیب کړه او د اسرائيلو حکومت یې په رسمیت وپېژانده او دا ناسور د کافرانو لوري د مسلمانانو لپاره رامنځ ته کړل شو.
د اسرائيلي دولت له جوړېدو مخکې دا نظر قِائم و، چې دلته (په فلسطین) کې یو دولت جوړېږي، نو د فلسطین اصلي بومي وګړیو هیله درلوده، بلکې اصرار یې کولو چې دلته فلسطیني دولت جوړوو، اسرائيلو د اسرائيلي دولت جوړولو ارزو لرله، بلکې د لوی اسرائيلي دولت د تاسیسولو پوخ هوډ یې کړی و، چې دوی په ۱۹۴۸ز کې خپل دولت اعلان او د کفري نړۍ له خوا په رسمیت وپېژندل شو. په ۱۹۶۷ز کې د عربو او یهودیانو ترمنځ جګړې وشوې، اسرائيلو ډېرې عربي سیمې ترې لاندې کړې، چې په هغه کې لوېدیځه څنډه هم شامله وه او بیت المقدس هم په هغه کې موجود و.
دا باید واضح کړو چې په ۱۹۱۷ز کې د بلفور د صهیوني غورځنګ مطابق په فلسطین کې د یهودو دولت او فلسطیني دولت تقسیم شو، سره له دې دا هماغه خاوره چې دوی نه ورننوتل او موسی کلیم الله ته یې وویل: «څه ته او رب جل جلاله دې لاړ شئ، موږ به دلته ناست یو، تاسو دواړه وجنګېږئ.»
په فلسطین کې د ټولو لوېدیځوالو او یا په بل عبارت د هغه وخت د ناټوخېلو او وارسا والو له طرفه په رسمیت وپېژندل شو او اسرائيلي دولت تأ سیس شو، صهیوني دولت د اسلامي نړۍ لپاره د خنجر په شان دی. امریکا او د هغې متحدیان یې تل په مسلمانانو باندې ازمایي، یعنې عربي نړۍ پرې ډاروي، د عربو ډارن واکمن هم د فلسطین په هکله هېڅ نه وايي، بلکې ځينې خو داسې باور لري چې د حماس غورځنګ د فلسطینیانو استازی نه دی، حال دا چې حماس د ټولو مسلمانانو د سر شمله ده، ټول مسلمانان ورباندې ویاړي او فخر کوي.
حماس غورځنګ د شیخ احمد یاسین شهید په لاس په ۱۹۸۸ز کې تاسیس شو، حماس د اسرائيلي ښکېلاک ختمول خپل هدف وګرځول، څو د هغوی ظلم زور ختم او یو ازاد فلسطیني هېواد قائم کړي، چې د ټولو ولسونو حقوق په کې خوندي وي، نوموړی غورځنګ له تاسیسه تراوسه ډېرې لوړې ژورې ولیدلې، ډېر څه یې لاس ته راوړل.
حماس د ۲۰۲۳ز د اکتوبر په ۷مه په صهیوني سیمو حملې وکړې او یادو حملو ته یې (د طوفان الاقصی) نوم ورکړ، چې په پایله کې یې له اسرائيلو څخه ۲۵۰ کسان ونیول او په لږ وخت کې حماس ډېر پرمختګ وکړ، د اسرائيلو استخبارات یې وننګول، هغوی خوب کاوه او حماس ځایونه ونیول او اسرائیلیان یې یرغمل کړل. د هغوی زورور پوځ یې هم چلنیج کړ، ولې هغوی د خپل زور په خوب للو و او حماس د هغوی په شتون کې ستر توپان روان کړی و. له دې هر څه وروسته اسرائيلي اشغالګرو پر غزه باندې یرغلونه پيل کړل، یو ځل درې ورځنی اوربند وشو، څو د دواړو لوریو اسیران ازاد او غزې ته خوراکي توکي او نور د اړتیا وړ شیان ورسول شي، بیا اوربند وغځول شو.
د حماس د ورکولو او ختمولو لپاره ستره جګړه (نسل وژنه) پیل شوه، جنوبي افریقا په نړیواله محکمه کې عریضه وکړه، هغوی پرېکړه وکړه چې اسرائيل دې جګړه ودروي. فلسطیني نسل وژنه دې ودرول شي. دا د جنوبي افریقا هڅه وه؛ خو امریکا، فرانسه، انګلستان او د دوی په څېر نور جنایتکار د حماس ځپل او د ځمکې له مخې ختمول غواړي او د اسرائيلو بندیان ازادول یې هدف دی. یاده محکمه د نظر څرګندولو حق لري، د تطبیق حق ورسره نه شته.
همداشان د امریکا او نورو ملګرو بېرۍ یې په سره سمندرګي کې حوثي وسله وال په نښه کوي، کومې کښتۍ چې اسرائيلو ته د جنګ توکي انتقالوي، همدارنګه په اُردن کې درې امریکايي عسکر ووژل شول، نو له امریکا یوه لویه غوغا پيل شوه. که مسلمان هر چېرته په ناحقه شهیدانېږي، پروا نه لري؛ خو د صلیبیانو اولاد چې کوم ځای هم ازاریږي، بیا ټول په قهر وي، مسلمانان ګواښي او تهدیدوي؛ دا ځکه( د دوی په اصطلاح) مسلمانان له ځانه د دفاع حق نه لري. امریکایانو دا بریدونه د خپلو وژل شویو عسکرو غچ وباله.
د امریکا پوځ د فبرورۍ په ۳مه په سوریه او عراق کې بېګناه انسانان ووژل، امریکا دا د خپلو وژل شویو عسکرو غچ وباله. دا بریدونه د چین له خوا وغندل شول، اما د امریکا او جاپان له خوا په ملګرو ملتونو امنیت شورا دا تصویب کړه شوه چې امریکا او برېتانیا دا حق لري، څو په یمن بریدونه وکړي، ځکه هغوی سوداګریزې کښتۍ په نښه کوي او نړیوال مارکیټ زیانمنوي.
امریکا د نړۍ په اسلامی هېوادونو بریدونه کوي، لوی اسلامي هېوادونه یې ننداره کوي، غوږونه نه پرې ګروي، دومره نه ورته وايي چې له اسلامۍ نړې دې خپلې اډې درټولې کړه!

محمدعلي عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *