افغانستان

پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل ۴۴ مې کلیزې په مناسبت غونډه ترسره شوه

پرون د مرغومې ۶مه، چې پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل له ۴۴ مې کلیزې سره سمون خوري د اسلامي امارت د لوړو پوړو چارواکو په ګډون په همدې مناسبت غونډه تر سره شوه.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په یاده غونډه کې وویل چې اسلامي امارت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې له نړۍ سره دوه اړخیزو مثبتو اړیکو او غوره تعامل ته ژمن دی او یوځل بیا ژمنه کوي، چې د افغانستان له خاورې څخه به هیچا ته ګواښ پېښ نه شي.
نوموړي پر افغانستان باندې د امریکا د یرغل لپاره اسامه بن لادن یوه پلمه وبلله او زیاته يې کړه، چې په افغانستان د امریکا یرغل له هغه پرته هم حتمي و او که چېرې د یرغل موخه اسامه وو، نو د هغه تر شهادت وروسته بیا امریکانو په افغانستان کې څه کول.
هغه همدارنګه وویل چې اسلامي امارت د ټولو برحقه مجاهدینو مبارزې او قربانیو ته د قدر په سترګه ګوري او له هغوی څخه کرکه کوي، چې افغانستان یې د کورنیو جګړو کندې ته وغورځاوه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي بیا په دغه غونډه کې وویل چې د معاشونو د تنظیم کمېیسون له پرلپسې ناستو او مشورو وروسته د لوړو پوړو چارواکو او د حکومت د لومړي شخص په معاشونو کې د ۱۶ سلنې … 5مخ

کمښت پرېکړه کړې.
هغه زیاته کړه، چې اسلامي امارت ټول هېواد کې متوازنې پراختیا ته ژمن دی او په همدې موخه يې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د حد اقل ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه یوه چک ډیم د جوړولو پرېکړه کړې، چې د مګړۍ یې د جوړولو چارې روانې او د روان کال تر پایه به یې چارې بشپړې شي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کتلور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه ګوت څنډنه وکړه، چې اسلامي امارت له ټولو سره ښې اړیکې غواړي او نه غواړي، چې د چا ژوند خراب کړي، خو که څوک زموږ د ژوند خرابولو هڅې کوي باید وپوهېږي، چې افغانستان د لویو امپراطوریو د ماتې هدیره ده او دوی به هم ښه ورځ ونه ویني.
خیرخواه زیاته کړه، چې لاهم ځینې کړۍ هڅې کوي، چې افغانان د قوم، ژبې، سمت او مذهب په نوم سره بېل کړي او د نظام پر وړاندې خنډونه جوړکړي، یو شمېر رسنۍ هم په همدې موخه خلکو ته په ګوړه کې زهر ورکوي.
نوموړي زیاته کړه هغوی، چې اوس هم غواړي د پردیو پر مټ او ملاتړ په افغانستان کې قدرت ته ورسېږي، باید د شوروي اتحاد او امریکا د ماتې له ژوندي تاریخ څخه عبرت واخلي او پر دې وپوهېږي، چې په افغانستان کې د پردیو له لوري قدرت ته رسېدلي له شرمېدونکې ماتې سره مخ شوي او دوی به هم د هغوی په برخلیک اخته شي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني وویل چې حکومت باید له ولس او عامو خلکو سره ښه چلند وکړي او په دې برخه کې له پوره زغم او حوصلې څخه کار واخلي ترڅو خدای مکړه خلک له حکومت څخه د لرې والي احساس ونکړي.
حقاني زیاته کړه، چې د پخواني شوروي اتحاد تر ماتې وروسته د وخت مشران د قدرت په خوند کې دومره غرق شول، چې له کبله یې خپل منځي اختلافات رامنځته او کورنۍ جګړې پیل شوې او په پایله کې عامو افغانانو د جهاد له نوم څخه نفرت پیدا کړ.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي بیا په دغه غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد او نورو زبرځواکونو ماتي د دې ښکارندويي کوي، چې افغانان له بهر څخه راغلې او پردۍ ایډیالوژۍ نه مني او هیڅکله به چاته د غلامۍ سر ټیټ نکړي او مسوولین هم باید له تېر څخه تجربه واخلي او په ورسپارل شویو مسوولیتونو کې په هیڅ صورت سره غفلت ونکړي.
د یادونې وړ ده، چې د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو له نن څخه ۴۴ کاله وړاندې پر افغانستان یرغل وکړ، خو دلته د افغانانو له سخت غبرګون او جهاد سره مخ شول، چې بلاخره تر سختي ماتې وروسته له افغانستان څخه وتلو ته اړ شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *