اقتصاد او رغونهلیکنې

پر افغانستان له منځنۍ اسیا څخه سویلي اسیا ته د انرژۍ د ترانزیټ اغېزې

د افغانستان جغرافیه یي موقیعت له هغې خدايي ورکړې څخه دی، چې کولای شي د سنګاپور په شان یې د نړۍ ستوري کړي،خو بد بختانه په افغانستان کې د بهرنیو مداخلو له امله دغه هېواد له خدای ورکړي نعمت نه په لسیزو بې برخې پاتې شي.پر افغانستان باندې له منځنۍ اسیا څخه سویلي اسیا ته د انرژۍ د ترانزیټ اغېزې کولای شي د سیمې هیوادونه یو له بل سره وصل کړي ترڅو د یو بل له شتو څخه ګټه پورته کړي او ګټه یې نه یوازې افغانستان،بلکې د سیمې ټولو هېوادونو ته ورسېږي او دوی به د پرمختیا لوړې پوړۍ ته ورسوي.
وروسته له ډېر وخته افغانستان وکولای شول چې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ وصل شي او له خپل ستراتیژیک موقیعت څخه کټه پورته کړي، په تېرو دوو لسیزو کې یې هڅې د ستاینې وړ او په دې برخه کې يې پرمختګونه هیله بښونکې وو، مګر هغه ملکونه چې دا پرمختګ یې د خپلو ګټو په زیان لیده د دې باعث شول،چې دغه چارې ټکنۍ کړي.
په افغانستان د اسلامۍ امارت په حاکمېدو سره افغانستان د یو داسې بدلون شاهد و،چې نړۍ یې حیرانه کړه. د سیمې او نړۍ هېوادونه مجبور شول چې له دې هېواد سره د اړیکو په ټینګولو له سره فکر وکړي. په دې اړه ډېرې څیړنې ترسره شوې، خو په افغانستان کې له رامنځته شوي بدلون سره په ترڅ کې په دې اړه کومه څېړنه نه ده ترسره شوې، پس د څېړنې د نوموړې خالیګا د ډکولو او په اړوند موضوع کې د معلوماتو د اضافه کولو په خاطر مې دغه څېړنه تر سره کړه.
په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان او شاوخوا سیمه کې رامنځته شوي پرمختګونه هیله بښونکې دي. په دغه موده کې له ډېرو لوړو ژورو سره سره افغانستان وتوانېده په لویه کچه اقتصادي او تجارتي ښکیلتیا رامنځته او بهرنۍ پانګه راجلب کړي. خو په تېرو دوو کلونو کې بیا په افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکمېدو سره افغانستان ځینې فرصتونه له لاسه ورکړي او یوازېنی لامل یې د نړیوالو له خوا په رسمیت نه پېژندل دي، خو د اسلامي امارت چارواکې یې له ټولو ښه فرصت بولي او په سیمه کې د اړیکو د ټینګېدو په هڅه کې دي او تر ډېره حده په دې هڅو کې کامیاب هم دي. له بل اړخه د روسیې او اوکراین جګړه او په ایران کې د حالاتو خرابېدل او په دې هېواد د نړیوالو بندیزونو زیاتېدو سره افغانستان ته دا فرصت په لاس ورغلي ترڅو په سیمه کې هرڅه د ځان په ګټه راوڅرخوي. په افغانستان کې د اسلامۍ امارت په حاکمېدو سره افغانستان د یو داسې بدلون شاهد و، چې نړۍ یې حیرانه کړه او د سیمې او نړۍ هېوادونه مجبور شول چې له دې هېواد سره د اړیکو په ټینګولو له سره فکر وکړي.
د څېړنې اهداف (Research Objective)
دا چې هره څېړنه د یو خاص هدف لپاره ترسره کېږي، نو دا څېړنه هم بې هدفه نه ده، بلکې د خاصو اهدافو لپاره ترسره شوې چې به لاندې ډول دي:
د افغانستان د ستراتیژیک موقیعت په اړه پوهیدل.
له منځنۍ اسیا څخه سویلي اسیا ته د انرژۍ د لیږد د امکاناتو څیړل.
له منځنۍ اسیا نه سویلي اسیا ته د انرژۍ د لیږد په برخه کې ننګونې او پرمختګونه واضح کول.
څېړنيزې پوښتنې (Research Question)
د سیمې هیوادونه په افغانستان کې خپلې کومې ګټې تعقیبوې؟
ولې په افغانستان کې د لویو پروژو (ټاپي، کاسا زر، ټاپ، ټوټاپ، او داسې نورو…) کارونه له پلان سره سم پرمخ نه ځي؟
په افغانستان د اسلامې امارت په حاکمیدو سره د منځنۍ او سویلی اسیا اړیکې په کوم موقف کې قرار لري؟
د څېړنو محدودیتونه:
نو موړې څېړنې د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا د روابطو په برخه کې یوازې د انرژۍ برخه تر بحث لاندې نیولی.
په تجارتې، فرهنګي او داسې نورو… اړیکو به یې په رانکې کې څېړنې ترسره شي.
د څېړنې اهمیت (Importance of Research)
داسې اټکل کېږي چې په راتلونکي کې به هندوستان د ډېر بشري ځواک په لرلو سره د نړۍ د اقتصاد د ملا تیر جوړ کړي. هندوستان چې اوس په بسیاري توګه د اقتصادي پرمختګ او ودې په حال کې دی، انرژۍ ته یې ورځ تر بلې اړتیا په ډیرېدو ده. هند په ۲۰۱۶م کال کې ۸۳ ميلیارد متر مکعب او په ۲۰۱۷م کال کې له ۹۸ ميلیارد متر مکعب ډېر د ګازو له کمبود سره مخامخ واو دغه کموالۍ کال په کال په ډیرېدو ده. د ټاپي پروژه به د هند د ګازو ۱۵ په سلو کې اړتیا پوره کړي، چې د هند لپاره یو ښه زیری بلل کېږي.
په ۲۰۱۷م کال کې د پاکستان په کراچۍ کې د برښنا د نشتون له امله تر ۴۰ زرو ډېر خلک جل ووهل او کابو ۱۰۰۰ نفرو د زیاتې ګرمۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. او په همدې ډول پاکستان د تولیدي صنعت د پیاوړتیا لپاره انرژۍ ته بیسارې اړتیا لري، نو دپاکستان لپاره د منځنۍ اسیا انرژۍ منابعو ته لاسرسي ډېر اړین دی. او په ټوله کې د افغانستان لار. د منځنۍ او سویلی اسیا د اړیکو په ټینګېدو سره به افغانستان بېرته خپل د وریښمو د لارې په څېر تاریخي ارزښت پیدا کړي او علاوه به د اسیا په زړه بدل شي.
د څېړنې میتودولوژي
● دا یوه کیفي څېړنه ده او له لومړي او دویم لاس معلوماتو نه په کې استفاده شوې.
● په دې څېړنه کې مې کوشش کړی تر څو له منځني اسیا نه سویلي اسیا ته د انرژۍ د ټرانزیټ په برخه کې پرمختګونو او ستونزو ته اشاره وکړم.
● په دې څېړنه کې مې له مختلفو تلوېزيونی مرکو، ویب پاڼو او مجلو څخه استفاده کړې.
● له اقتصادي پوهانو او د نړیوالو اړیکو له پوهانو څخه مې هم ډېر معلومات تر لاسه کړي او د دې څېړنې په پوښتنو مې ورسره بحث کړي.
تېرو لیکنو ته کتنه(Literature Review)
د موضوع اړوند تېرې لیکنې:
۱- عبدالمالک عاصم: په ۲۰۱۸م کال کې (د انرژۍ سیاست او امنیت) په نامه کتاب لیکلی، چې د افغانستان جیوپولیټیک او سویلي اسیا ته د منځنۍ اسیا د انرژۍ ټرانزیټ په کې تر څېړنې لاندې نیول شوی دی. نوموړي په دې اثر کې د انرژۍ په زېرمو او مارکیټونو باندې هر ازخیز بحث کړی. او همدارنګه د انرژۍ په اهمیت یې بحث ترسره کړی، چې انرژۍ د ژوند چینه بلل کېږي او د شلمې پېړۍ له لومړیو راهیسې یې ژوند ته لوری ورکړی. په دې برخه کې له ټولو ډېر پام د انرژۍ پر زېرمو، مارکیټونو او د لارو پر امنیت ورټول دی. په ۲۱مه پيړۍ هغه هېوادونه خوندي او د پرمخ تلو وړ بلل کېږي، چې د انرژۍ پراخو منابعو او بازارونو ته لاسرسی او د انرژۍ خوندي لارې په واک کې ولري. همدارنګه نوموړي د منځنۍ اسیا د انرژۍ په ذخایرو او د نړۍ مارکیټونو ته یې په لاسرسي بحث کړی. د منځنۍ اسیا د انرژۍ لپاره د سویلي اسیا اړتیاوې یې په ګوته کړې، د پاکستان او هندوستان د انرژۍ وضعیت او انرژۍ ته د دوی بیسارې اړتیا ته یې اشاره کړې ده. پاکستان او هندوستان به څه ډول خپله دغه اړتیا پوره کوي او د افغانستان لار ورته څومره مهمه ده. نوموړي په دې کتاب کې د منځنۍ او سویلی اسیا ترمنځ روابط او په افغانستان یې اغیزې، نړیوالې او سیمه يیزې لوبې، نړیوال او سیمه يیز سازمانونه، د منځنۍ اسیا نه سویلي اسیا ته د انرژۍ د انتقال پروژې، له سیمې او نړۍ سره د منځنۍ اسیا اړیکې، له افغانستان سره د سیمې د هېوادونو اړیکې، فرصتونه او ننګونې او همدارنګه په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان او سیمه کې رامنځته شوي پرمختګونه، چې افغانستان وتوانېد په لویه کچه سیمه ییزه اقتصادي او تـجارتــي ښکیلتیا رامنځ ته او بهرنۍ پانګه راجلب کړي ښه پوره بحث تر سره کړي.(عاصم ۲۰۱۸)
۲- محمد امین صدیقي: په ۱۳۹۵م کال کې د ( جایګاه ژئوپولیتک افغانستان در انتقال انرژی از اسیا میانه به جنوب اسیا و تاثیرات آن بر ثبات سیاسی و اقتصادي این کشور) تر عنوان لاندې څېړنه ترسره کړې او په دې څیړنه کې یې لومړی د انرژۍ په اهمیت بحث شوی چې انرژۍ د پرمختللو او پرمختیايي هېوادونو لپاره خورا مهمه ده او بې له دې نه ژوند او پرمختګ ناممکن دي. همدارنګه د افغانستان په جغرافیوي موقعيت باندې بحث شوی چې افغانستان د اسیا په زړه کې موقعيت لري او د منځنۍ اسیا، سویلي اسیا او ختیځ او لوېدیځ تر منځ د وصل نقطه ده. دغه هېواد هغه پل دی چې د نړۍ د زیات نفوسه هېوادونه (پاکستان، چین او هندوستان) د انرژۍ د پراخو منابعو لرونکو هېوادونو سره وصلوي. او همدارنګه په دې څېړنه کې له سویلي اسیا نه منځنۍ اسیا ته د انرژۍ په انتقال او په افغانستان یې اقتصادي اغېزه په عین حال کې دغه د انرژۍ انتقال څومره د افغانستان په سیاسي ثبات باندې تاثیر کوي ترڅېړنې لاندې نیول شوې.(صدیقی ۱۳۹۵)
۳- علی حیدر سلیم: د ۲۰۱۸م کال په نومبر کې د (د مرکزي او سویلي اسیا د انرژۍ پروژې او د پاکستان لپاره امکانات او ننګونې) تر عنوان لاندې څېړنه ترسره کړې. نوموړي په دې څېړنه کې انرژۍ ته د پاکستان اړتیا، په دې برخه کې سویلی اسیا ته د رسېدو لپاره امکانات او ننګونې او پاکستان ته د منځنۍ اسیا د انرژۍ د انتقال په پروژو هر اړخیزه بحث ترسره شوی. د منځنۍ اسیا هېوادونه څومره لیواله دي چې د سویلي اسیا دغه ستر مارکیټ ته لار پیدا کړي. پاکستان د خپل انرژۍ د بحران د مخنیوي لپاره څومره هڅې او پرمختګونه کړي دي.او همدارنګه د TAPI کاسا 1000 او ټوټاپ پروژو د فعالیتونو په اړه یې بحث کړي. او همدارنګه دا یې څېړلې چې د افغانستان لاره د پاکستان لپاره څومره مهمه ده تر څو د مرکزي اسیا زېرمو ته لاسرسی پیدا کړي او تر یو حده پورې خپله اړتیا پوره کړي.(سلیم ۲۰۱۸م)
۴- شبیر احمد خان: په ۲۰۰۹م کال کې (د منځنۍ اسیا په اړه د پاکستان پالیسي) تر عنوان لاندې څېړنه ترسره کړې، چې په دې څېړنه کې يې سیاسي او امنیتي مجبوریتونه او همدارنګه انرژۍ، سوداګرۍ، ټرانزیټ او سوداګریزې لاسته راوړنې په عمده توګه د منخنۍ اسیا په اړه د پاکستان پالیسي له ۱۹۹۱م کال راهیسې تر بحث لاندې نیولې ده. پاکستان تل هیله لرله چې منځنۍ اسیا، لوېدیځ چین او سویلي اسیا سره د نښلېدو له لارې د سیمه ییز ټرانزیټ په سوداګریز مرکز بدل شي. د منځنۍ اسیا د انرژۍ سرچینو ته لاس رسی د سیمې په اړه د پاکستان د تګلارې یو له مهمو برخو څخه وه. پاکستان په فعاله توګه په افغانستان کې د پاکستان پلوه باثباته رژیم د درلودلو او په پایله کې منځنۍ اسیا ته د اسانه لاس رسي لپاره په فعاله توګه ښکېل شو. په هرصورت داخلي او بهرني عوامل لکه د اقتصادي او مالي سرچینو نشتوالی، په افغانستان کې دوامداره بې ثباتي، او سیمه يیز جیو سیاسي منځنۍ اسیا ته د پاکستان د لاسرسي خنډونه دي.(خان ۲۰۰۹م)
۵- باپنډرا کومار سینګ: په ۲۰۱۳م کال کې د (د جنوبي اسیا د انرژۍ امنیت، ننګونې او فرصتونه) تر عنوان لاندې څېړنه ترسره کړي. چې د جنوبي اسیا د انرژۍ په کسر یې بحث کړي. جنوبي اسیا په کور دننه دومره انرژۍ نه لري چې دوی ته بسنه وکړي او که یې په داخل کې عرضه څومره زیاته شي نو بیا هم د انرژۍ له کسر سره مخ ده او که چېرې د حل لاره ورته پیدا نه شي نو ډېر ژر به په بحران پيل شي. په دې څېړنه کې په دې بحث شوی چې سویلي اسیا کومې بدیلې لارې لري چې د انرژۍ دې کمبود ته ځواب ووایي او له دې بحرانه ځان وساتي. د دوی له ټولو زیات باور د منځنۍ اسیا په هېوادونو دی خو د دوی او د منځنۍ اسیا ترمنځ د سیمې هېوادونه پراته دي چې باید ورسره یوې موافقې ته ورسېږي، نو د همدې لپاره دوی تر ډېره حده غواړي چې د سیمې له هېوادونو سره اړیکې ښې کړي تر څو په سیمه کې شته فرصتونه د ځان په ګټه را وڅرخوي.(سینګ ۲۰۱۸م)
۶- پالو افونسو براردو دورات: د پرتګال د مینهو په پوهنتون کې په ۲۰۱۹م کال کې د (د چین د انرژۍ په امنیت کې د منځنۍ اسیا رول، ننګونې او فرصتونه) تر عنوان لاندې یوه څېړنه ترسره کړې. نوموړي د منځني اسیا د انرژۍ په ذخایرو او د چین په اړتیا، فرصتونو او په دې برخه کې په خنډونو بحث کړي. منځنۍ اسیا په وروستیو کلونو کې د انرژۍ د نړیوال امنیت په چوکاټ کې غیر معمولي اهمیت ترلاسه کړی.له ټولو مهم مثال یې د چین برښنا ده په منځنۍ اسیا کې چینايي شرکتونه متحرک لوبعاړي دي، چې حتی د سیمه ییز پایپ لاینونو په اړه د شوروي او روسیې اوږد انحصار مات کړ. دا څېړنه د چین د انرژۍ په امنیت کې د سیمې اهمیت څېړي، پداسې حال کې چې د انرژۍ په لېږد کې د چین- پاکستان اقتصادي دهلېز احتمالي ونډې ته پام نه کوي. برسېره پردې منځنۍ اسیا د تاجيکستان او قرغزیستان د تولیدي برښنا د واردولو له لارې په سینکیانګ کې د انرژۍ د کمښت په کمولو کې له چین سره مرسته کوي.که څه هم د انرژۍ په نړیوال امنیت کې د منځنۍ اسیا ونډه کمه ده خو د انرژۍ د تنوع په برخه کې د چین د یو کمربند او یوې لارې په چوکاټ کې د بیجینګ او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ همکارۍ ته د لا زیاتو هڅونکو تحرکاتو اهمیت ورکوي.(دورات ۲۰۱۹)
تېرو لیکنو ته په کتو سره یو متحول چې په افغانستان کې د نظام تغيیر دی نو د دې متحول تاثیرات مې له منځنۍ اسیا څخه تږې سویلي اسیا ته د انرژۍ په ټرانزیټ باندې تر څیړنې لاندي نیولي.
په افغانستان د اسلامۍ امارت په حاکمېدو سره افغانستان د یو داسې بدلون شاهد و،چې نړۍ یې حیرانه کړه. د سیمې او نړۍ هېوادونه مجبور شول چې له دې هېواد سره د اړیکو په ټینګولو له سره فکر وکړي. په دې اړه ډېرې څېړنې ترسره شوې، خو په افغانستان کې له رامنځته شوي بدلونو سره په ترڅ کې په دې اړه کومه څېړنه نه ده ترسره شوې، پس د څېړنې د نوموړې خالیګا د ډکولو او په اړوند موضوع کې د معلوماتو د اضافه کولو په خاطر مې دغه څېړنه تر سره کړه.

څېړونکی : شفیق الله – ظاهر_ لومړۍ برخه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *